په اماراتو کې د اسرایلي شرکتونو له پانګونې سره ددې هیواد هوکړه
په اماراتو کې د اسرایلي شرکتونو له پانګونې سره ددې هیواد هوکړه
په دې وروستیو کې د اماراتو دولت ددبی حاکم په وړاندیز یوه دولتي چارواکي پهدې هیواد کې د اسرایليانو له لوري د کور او ځمکې له پیرلو سره هوکړه کړې ده.
ویل کیږي چې د اسرایلو د پوځ د کلیفر قومندان چې ډګروال دی د اماراتو په هیواد کې د کور اخستلو پریکړه کړې ده ترڅو وکولای شي له خپلې کورنۍ سره د رخصتیو پر مهال پّ دې کور کې ژوند وکړي.
له دې سره داماراتو دولت هم اړوندو ادارو ته حکم کړی ترڅو د اسرایلو لپاره دکورنو پریدولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ت کړي او دوی ته ددې اعلان وکړي او دا د خپل هیواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګتور بولي.
د اسرایلو ډیریو اوسیدونکو چې له دې هیواد څخه د کډې کولو لپآره لیواله دی او غواړي د رژیم له کړیه ووځي د اماراتو له دې پریکړې یې ملاتړ کړی دی او کیدای شي د هیوادونو د اقتصاد د ودې لامل شي.