بې پولې ډاكټران: چې دواړه لوري ډاډ رانه كړي، كندوز كې بيا كار نه كوو د امریکا متحده ایالاتو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید په اړه یو تحقیقي راپور نشر کړی دى چې په اړه يې د بې پولې ډاكټرانو ټولنه وايي، دا ورته د منلو وړ تحقيق نه دى.

په هغه برید کې چmsf_refugee_camp_bannon_01ې  د امریکا هوایي ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون باندی کړی و، په ترڅ کې یې د یاد سازمان ۱۴ تنه کارکوونکي له ۴۲ نورو تنو مریضانو سره ووژل شول او په لسګونه تنه نور یې ټپیان کړل.

په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو مشر ګیلم مولینی چې کندوز ته تللى وایي کوم تحقیق چې د یادې پیښې په اړه ترسره شوی د دوی د قناعت وړ نه دی او دا تحقیق باید په نړیواله کچه د یو بې طرفه او مستقل سازمان لخوا په بشپړه بې طرفۍ وڅېړل شي.

مولینی زیاته کړه دا تحقیق دوی ته قناعت نه شی ورکولی او نه یی مني، ځکه چې تحقیق د هغه چا لخوا ترسره شوی چې خپله په پیښه کې شامل ديږ: ((دغه څیړنه د قناعت وړ نه ده، بلکې موږ له نړیوالو بشري سازمانونو څخه غوښته کوو چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکا د متحده ایالاتو برید په خپلواك ډول او بې طرفۍ سره وڅیړي.))

په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو مشر وایي، تر هغې چې په جنګ کې ښکیلو ډلو دوی ته د خوندیتوب اطمینان نه وي ورکړی او دوی د خوندیتوب اطمینان نه وي حاصل كړى، خپل صحي فعالیتونه به یې همداسې په ټپه په کندوز کې ولاړ وي: ((زموږ هغه همکاران چې د کندوز په بمبار کې له پيښې روغ وتلي اوس موږ نه شو کولی چې یو ځل بیا هغوى کندوز ته واستوو، مګر دا چې په جنګ كې د ښکیلو ډلو لخوا موږ ته د خوندیتوب اطمینان راکړل شی او باور موجود وي چې نور د بې پولو ډاکټرانو په صحي مرکزونو داسې پیښې نه تکراریږي  نو بیا به خپلو کارونو ته ادامه ورکوو.))

د بې پولو ډاکټرانو مشر مولیني وایي، د امریکا د متحده ایالاتو لخوا هغو کورنیو سره چې د خپلې کورنې غړي یې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبار په ترڅ کې له لاسه ورکړي دي له هرې کورنۍ سره ۶ زره ډالر او له هر ټپي شوي سره ۳ زره امریکایي ډالر کمک شوى، خو سازمان دا پيسې كمې بولي او وايي د قربانيانو لپاره دومره مبلغ بسنه نه كوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *