د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې مېشتو لسګونو افغانانو په هېواد کې د روانې جګړې پر ضد لاريون وکړ.

دغه لاريون چې په کې لسګونو افغانانو برخه اخيستې وه، په افغانستان کې د خدايي خدمتګار ټولنې له خوا تنظيم شوى و.

په بلجيم کې د يادې ټولنې مشر شان باچا شينواري د غويي په ٢٠مه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه لاريون يې د عدم تشدد د ورځې په مناسبت په لاره اچولى و.

هغه زيات13178969_960877680696008_7258472607056998492_nه کړه چې په بلجيم کې مېشتو ګڼ شمېر افغانانو په دغه  لاريون کې برخه اخيستې وه او د لاريون پر مهال يې د جګړې ضد او سولې په پلوۍ شعارونه ورکول.

نوموړي وويل چې دوى لومړى په بروکسل کې د اروپا د پارلمان مخې ته لاريون  وکړ او د جګړې ضد شعارونه يې ورکړل او بيا په دغه ښار کې د ناټو سازمان د مقر مخې ته ولاړل.

د شينواري په وينا، د لاريون ګډونوالو د ناټو سازمان مقر مخې ته هم د جګړې ضد او د سولې په پلوۍ شعارونه ورکړل او يو ليک يې دغه سازمان ته وسپارل.

دى وايي چې په دغه ليک کې دوى په افغانستان کې د جګړې د بندولو او د ايران او پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

په بلجيم کې د افغانانو د ټولنې دغه مشر وويل چې دوى غوښتل د دغه لاريون له لارې خپل غږ او  غوښتنې نړيوالو ته ورسوي؛ ځکه چې په بروکسل ښار کې د اروپا پارلمان او د ناټو سازمان مرکزي دفترونه دي.

شينواري زياته کړه: ((په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده، خو قرباني يې افغانان دي، نور بايد افغانان د نورو د ګټو لپاره ونه وژل شي.))

نوموړي پر امريکا او نورو غربي هېوادونو نيوکه وکړه چې سلګونه ميليونه  ډالر، وسلې، مهمات او نور امتيازات پاکستان ته ورکوي، خو د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه کې افغانان وژل کېږي.

شان پاچا شينواري وويل چې ايران او پاکستان د افغانستان نا امنيو ته لمن وهي او د ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې امريکا او ملګري ملتونه پر پاکستان او ايران بنديز ونه لګوي، نو دوى به په بلجيم او نورو اروپايي هېوادونو کې خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *