په عراق کښې د داعش تر واک لاندي سيمو څخه يوسل پنځوس ډله ايز قبرونه موندل شوي دي ددي هيواد لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي له دي سره ويلي ددي قبرونو څرگنديدل د داعش د لوی جرم ښکارندويي کوي

یان کوبیش چې له تیر ژمې راهیسې دعراق په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټاکل شوې د امنیت شورا ته یې د یوه ریپوټ په وړاندې کولو سره ویلي: دا ډله ایز قبرونه د داعش وسله والې ډلې د هغه لویو جنایاتو ښکارندویي کوي کوم چې تر سره کړې یې ديfarhangnews_121238-341474-1428472597.

له دې څخه په وروستۍ پیښه کې نږدې یوه میاشت وړاندې په رمادي ښار کې یو دله ایز قبر موندل شوی چې پکې څلویښت کسان خښ کړل شوي وو.

له دې سره په سنجار الانبار او تکریت کې هم ډله ایز قبرونه موندل شوي وو. په دې قبرونو کې د عشایرو عراقي سرتیرو د ښخو او د ایزدیانو لږکیو مړي تر لاسه شوي.

تیره میاشت کله چې د عراق پوځ او ولسي ملیشو له داعش څخه د عراق څینې سیمې بیرته ونیولې پّ کراتو د ډله ایزو قبرونو د موندلو ریپوټونه ورکړل شوي دي چې اوس یې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شمیره یوسل پنځوس ښودلې ده.

ښاغلي کوبیش ویلي نړیواله ټولنه باید له داعش سره د حساب او کتاب لپاره لاس په کار شي. ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي: زه په ډيرو سختو ټکیو سره د داعش له لوري د ملکي کسانو وژل سړې تښتونه تیری او ربڼونه غندم دا ډول عمل کولای شي د بشریت پر و ړاندې جنایت او حتی نسل وژنه وشمیرل شي.

له دې سره یان کوبیش ویلي د عراق لس میلیونه وکړي یعنې د عراقیانو له دریو یوه برخه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او په عراق کې بشري ناورین د نړۍ په کچه بده رامنځ ته شوې پیښه ده.

د ملګرو ملتونو استازي د ډیرې مرستې غوښتنې ترڅنګ ویلي د عراق لپاره اته سوه یو شپیته میلیونه دالره د مرستې غوښتنه شوي خو له دې څخه تر اوسه له څلورو یوه برخه ورکړل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *