د سوريې په حلب او لاذقيه کي اوربندر تر دوه اويا ساعتونو غځيدلی دی   د روسيي دفاع وزير ويلي په يادو دوه سيمو کي د تيري شپي له يوي بجي راهيسي اوربند غځيدلی ديحلبزي.

د سوریی یوی پیژندل شوې خبري سرچینې ویلي چې دې هیواد دفاع وزیر د سوریې په حلب ښار او لاذقیه کې د دوه اویا ساعتونو له اوربنده خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په طومان ښار کې وسله والو دلو د حلب په سویل کې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

له دې مخکې دادلیب ولایت په یوه پوځي مرکز هم برید شوی وو چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه هغه برید چې مسولیت یې تر اوسه چا او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستی دی.

دې برید نړیوال غبرګون له ځان سره درلود همدارنګه د ملګرو ملتونو لوی منشی د سوریې کډوالو پر یوه بنډ غالي برید زړه بوګنونکی ښودلی او د ویاند له لوري یې په لوستل شوې وینا پاڼه کې دا جنګي جنایت ښودل شوی دی.

بيانيه دبيرکل سازمان ملل…. “ده ویلي هغه کسان چې د ادلیب پر بنډغالي د برید مسولیت ومني جنګي مجرمین ګنل کیږي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.”

پر دې پنډغالي د تیرې ورځې په برید کې اته ویشت کسان وژل شوي دي. په ورته حال کې   دلبنان حزب الله ګوند مشر سید حسن نصرالله ویلي: په سوریه کې د اوربند ماتونکي په اصل کې سعودي عربستان دی ده په خپلو خبرو کې چې تیره ورځ له المنار ټلویزیون څخه خپریدې زیاته کړې سعودي عربستان هم د سیاست او د جګړې په ډګر کې له ناغیړیه کار اخلي.

سيد حسن نصرالله – “ده ویلی سعودي عربستان د اوربند لپاره له ټولو لارو سرغړونه کړې ده او دا چې اوربند ته یې غاړه ایښې ده لاملونه یې ډير فشارونه وو له دې سره دې هیواد د خبرو په لاره کې هم ډیری خنډونه رامنځ ته کړي دي.”

په همدي دول قطر هم په سوریه کې د بدلونونو ډګر ته را دانګلي دي. ددې هیواد بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن آل ثاني روسیې ته د سفر پر مهال له ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنو کې د سوریې په هکله خبرې کړې دي. په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې له امله د وژل شویو رسمي شمیره دوه سوه پنځوس زره او غیر رسمي شمیره یې څلور سوه زره ده د هغې جګړې چې د ورځې په تیریدو سره بدتره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *