په حلب د «النصره جبهې» د ترهګرو د برید په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي

نن د«النصره جبهې» ترهګرو د سوریې د حلب په ښار ۶۰ توغندي توغولي دي. ددغو توغندیزو بریدونو په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي. په دې هکله خبر د سوریې په ملیشه ځواکونو کې د سرچینې لخوا «ریا نووستي» خبري آژانس ته ورکړ شوی دی.

په دې هکله خبر کې زیات شوي، چې ۴۵ تنه ټپیان شوي هم دي. له دې مخکې ویل شوې وو، چې په دې ډول سره ترهګرو غوښتل چې خپل برید ته دوام ورکړي خو د دولتي او ملیشه ځوا305199کونو د ګډ او کلک غبرګون سره مخ او په شا تمبول شوي دي.

د ویلو وړ ده؛ چې د حلب په ښار بریدونه د یوې اونې را په دیخوا دوام لري او له کبله یې تر ۱۰۰ تنو ډیر خلک وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *