عراق کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی
يو امریکايي سرتېری د عراق په شمال کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې (داعش) بري دکې وژل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ويلي، دغه سرتېری چې د کوردانو پيشمرګه ځواکونو ته يې مشورې ورکولې د داعش په بريد کې د موصل په ښار کې وژل شوی.
د امریکا دفاع وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. خو يوه امریکايي چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو يې ډه ډه کوله د رايټرز خبري اژانس ته ويلي، دغه امریکايی پوځي د داعش سره په “مخامخ جګړه” کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کوردانو پيشمرګه ځواکونو د رايټرز خبري اژانس ته ويلي دغه امریکايي پوځي،د موصل په شمال کې د اسقف سيمه کې وژل شوی. د داعش وسله والو د سې شنبې په ورځ دغه ښار نيولی و خو د کوردي ځواکونو په مرسته يې بېرته ترې ونیول شو.
دا له ۲۰۱۴ کال راهيسې په عراق کې درېيم امریکايي سرتېری دی چې وژل کېږي.
موصل د عراق يو له لویو ښارونو دی چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د داعش ډلې په لاس کې دى.
امریکايي ځواکونه، عراق ته له ننوتلو وروسته په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده وتلي وو، او يو لږ شمېر پوځيان يې بيا د داعش سره د مبارزې لپاره ګومارلي دي.