د روسيي بهرنيو چارو وزير سرگي لاروف د اوربند په تراو د روسيي او ترکيي د پولي د ترل کيدو غوشتنه کري ده

د روسيي بهرنيو چارو وزير د سوريي لپاره د ملگرو ملتونو خانگري استازي استيفن ديمستورا سره په يوه گده خبري ناسته کي ويلي په سوريه کي اوربند د وسله والو مخالفينو تر واک لاندي په سيمو کي ددوي ترمنخ له هوکري سره ترلي دي

په دې خبرې ناسته کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي: زمونږ له لوري د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې په نوي سلنFFF_4479ه د اوسیدنې په سیمو کې اوربند پلی شوی خو په پاتې نورو سیمو کې د وسله والو ترمنځ له هوکړې سره تړلی دی. لاروف له ملګرو ملتونو او امریکا څخه غوښتي ترڅو له خپلو ملاتړ ډلو څخه وغواړي ترڅو د خبرو پر مهال له نامشروع غوښتنو لاس په سر شي.

سرگئي لاوروف – “مونږ ټولو نړیوالو په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو او امریکا چې د سوریې د دولت وسله والو ډلو مشري کوي غږ کوو ترڅو پر ترهریزو ډلو له خپل نفوذ څخه کار واخلي دوی باید پر هغه ډلو فشار راوړي کوم چې خبرو ته ګواښ نیټې ټاکي او د پخلاینې بهیر له ستونزو سره مخ کوي.”

ده په سوریه کې د امن سیمې رامنځ ته کول د ستونزې د هواری لاره نده ښودلې ویلي یې دي د اوربند پر مهال باید د سوریې او ترکیې ترمنځ پوله باید وتړل شي.

سرگئي لاوروف؛ “هغه څه چې مونږ او ځینې نورې کړۍ یې اندیښمنې کړې د ترکیې له خاورې پر سوریې برید دی تر اوسه هم په سوریه کې د امنو سیمو د رامنځ ته کولو پلان شتون لري خو دا حل لاره نده زمونږ په آند اساسي حل لاره باید د خبرو پر مهال رامنځ ته شي.”

سوریې مخکې له دې هم ادعا کړې وه چې د ترکیې له خاورې سوریې ته وسله وال مخالفین اوړي او انقره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن دمستورا له دې سره چې په سوریه کې اوربند له ماتې سره مخ شوی ویلي مونږ به د سوریې په ځانګړې توګه د حلب په ښار کې د شخړو د ډيرښت د مخنیوي په موخه خبرې پیل کړو.

ده ویلي له لاوروف سره یې د اوربند په هکله په خبرو تمرکز کړی دی. بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې جګړې ته زور ورکول د سوریې د کورنیو حالاتو په ګټه نده ده ویلي که چیرې سوریه له حل لارو سرغړونه وکړي ددې هیواد لپاره به ډیرې ګواښونکې پایلې له ځان سره ولري دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولت وایي د نصرت جبهې او القاعدې پر وړاندې یې بریدونو ته دوام ورکړی دی. د سوریې په حلب ښار کې جګړې او نښتو په سوریه کې اوربند له خنډونو سره مخ کړی او په دې ښار کې په لس ورځینۍ جګړه کې تر اوسه دوه سوه پنځوس کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *