كونړ كې د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري په كونړ كې د خشم سيلاب په نوم د امنيتي ځواكونو روانو عملياتو كې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې دغه عمليات يې پرون د کونړ په ناړۍ، غازي اباد او اسمار ولسواليو کې پيل كړي دي.

په خ1D442362-1BF5-4A42-B3C7-4C6416D18004_mw1024_s_nتیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د عامه اړیکو مسوول جګړن شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې یاد عملیات اوسمهال په بریالیتوب سره روان دي او په سیمه کې د وسله والو له کوم قوي مقاومت سره نه دي مخ شوي.

هغه زیاته کړه، چې د عملیاتو په مهال یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۵ وسله وال وژلي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي، چې نن سهار د ملي اردو لومړۍ پلې لېوا له لوري د لغمان مرکز کې د الماس ۶ په نوم تصفيوي عملیات پیل شول.

فقیري زياتوي، چې تېره شپه د یوه چیک پاینټ له لارې د کابل ـ جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې یو ډاډسن موټر کې په زیاته اندازه نشه یي توکي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *