په تیرو ۱۶کلونو کې نن د لومړي ځل لپاره افغان حکومت او د افغان خبریالانو فدراسیون د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ یوځای سره ولمانځلهپه تیرو ۱۶کلونو کې نن د لومړي ځل لپاره افغان حکومت او د افغان خبریالانو فدراسیون د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ یوځای سره ولمانځله

د مې درییمه د مطبوعاتو د آزدۍ له ورځې سره برابره ده، دغه ورځ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي.

په افغانستان کې دا ورځ پداسې حال کې لمانځل کیږي چې اوس هم خبریالان له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.

نن د سه شنبې  په ورځ په کابل کې په تیرو څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ د افغان حکومت او د افغان خبریالانو د فدراسیون له خوا یوځای ولمانځل شوه100718-lf-4-medium.

دې غونډې ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني وویل چې بې پولې خبریالانو  د ټولنې د ۲۰۱۲ په درجه بندۍ  کې افغانستان په یوسل او دویشتم ځای کې ولاړ وو.

خو سږکال د دغې ټولنې له خوا د نړۍ  په ۱۸۰ هیواونو کې  د مطبوعاتو د آزادۍ په هکله  په درجه بندۍ، افغانستان د ۳۷،۴۴ امتیازونو په درلودو سره یوسل او شلم ځای خپل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې به له رسینو څخه  د ملاتړ لپاره ډیرژر د رسنیو د کاري اختلافاتو د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شي.

افغانستان کې ۶۲ خبریالان وژل شوي

خو هغه وویل، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ۶۲ کورني او بهرني خبریالان په دې هیواد کې وژل شوي دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د (رسنیو د شهیدانو) په نوم یو کتاب هم چاپ کړی دی.

د افغانستان اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله چې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي یوه لویه لاسته را وړنه ده او ټینګار یې وکړ چې د ملي یوالي حکومت د مطبوعاتو د آزادي ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله وویل ” هیڅ دولتي اداره دا حق نلري چې خبریالانو ته زنګ ووهي چې ولې دې دا خبر خپور کړی دی.”

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د خبریالانو  کاري خوندیتوب او رسنیزو فعالیتونو لپاره مقرره تر کار لاندې نیولې ده.

ولسمشر د مطبوعاتو د آزاي د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت په یو پیغام ویلي دي، چې د رسینو آزادي او د مطبوعاتو آزادي د حکومت، د رسنیو د کارکونکو او د خلکو هر اړخیزه همکارۍ ته اړیتا لري.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې  نادر نادرې د بیان د ازادۍ څخه د ملاتړ په برخه کې د سفیر په توګه هم نومولی دی.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادي ورځ په داسې حال کې لمانځې کیږي، چې د افغانستان د رسنیو د څار دفتر د راپور له مخې، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۱۲ خبریالان وژل شوي، ۲۳ ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *