مجلس عراق

عراق کې د کابينې جوړولو په هدف د سياسي بحران دوام، اعتراضيه ناستې روانې دي

عراق کې د کابينې جوړولو په هدف د سياسي بحران دوام، اعتراضيه ناستې روانې دي په عراق کې د کابينې جوړولو په هدف سياسي بحران زور اخيستى، چې له كبله يې مهدي ملېشې د بغداد په زرغونه سيمه کې د پارلمان ودانۍ شاوخوا کې اوس هم اعتراضيه ناستې کوي

مجلس عراق
مجلس عراق

.

ويل کېږي د مقتدا الصدر پلويانو د پارلمان ودانۍ کې تر څو ساعتونو وروسته امنيتي چارواکو سره د مذاکراتو په پايله كې ودانۍ تخليه کړې ده، خو اوس هم د پارلمان شاوخوا سيمې پخپله ولکه کې لري.

د مقتدا الصدر پلويان له حکومته غوښتنه کوي، چې عراقي کابينه کې دې بدلون راوستل شي، خو په پارلمان کې زياتره وکيلان له دې غوښتنې سره مخالفت ښيي.

له دې تازه سياسي کړکېچ وروسته په بغداد کې د امريکا سفارت تخليه شوى دى او هېڅ کوم ډيپلوماټ يې نه دى پاتې.

داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د يو شمېر نورو هېوادونو ډيپلوماټان هم له زرغونې سيمې، چېرته چې حکومتي ودانۍ او سياسي نمايندګۍ موجودې دي، وتلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *