د امریکا متحده ایالتونو څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان برنان وایي، امریکا توانېدلې د القاعده شبکې لویه برخه لمنځه یوسي.

ښاغلي برنان دا خبرې ددې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځمې کلیزې پرمهال وکړې.

د سي آی اې رییس د بن لادن پر سمبولیک او ستراتیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل، “په واشنګټن او نیویارک کې د سپتمبر ۱۱مې د اصلي مسوول لمنځه وړل، ډېر اهمیت درلود160502025140_brennan_640x360_afp_nocredit.”

هغه دې موضوع ته په اشارې سره وویل: “د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل هم کولی شي ورته اغیز ولري.”

په عین حال کې ښاغلي برنان ټینګار وکړ چې “د ترهګرۍ ضد سازمانونه، له یوې شبکې یا سازمان سره نه، بلکې یوې “پدېدې” سره مخ دي.”

ددغه امریکایي چارواکي په وینا، دا داسې ننګونه ده چې د پېچلتیا له امله یې ښایي کلونه دوام ولري.

د سي آی اې پر ټویټونو نیوکې

د سي آی اې لخوا د اسامه بن لادن د وژل کېدو په تړاو شیبه په شیبه جزییات په ټولنیزو رسنیو کې له نیوکو سره مخ شوی دی.

د امریکا څارګرې ادارې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د القاعدې پر بنسټګر د امریکایي کومانډو سرتېرو د عملیاتو جزییات شیبه په شیبه ټویټ کړي دي.

سي آی اې د ۲۰۱۶ کال مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر حساب کې ویلي چې ددې عملیاتو بېلابېل پړاوونه ټویټ کوي.

د ټویټر یوه کاروونکي، د سي آی اې تویټونه “خندوونکي او د شرم وړ” بللي دي.

بل کاروونکي لیکلي، “چا خو به د سي آی اې تویټر نه وي هک کړی؟ دا ترټولو بده ایډیا ده.”

اسامه د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې په خپل پټنځای کې د امریکایي کومانډو ځواکونو لخوا ووژل شو.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *