امریکا سوریه او عراق کې د ۲۰ ولسي وګړو وژل کېدل منلي

په بریتانیا کې مېشتې نا دولتي ایر وارز (Airwars.org) ډلې، چې د داعش ضد ایتلاف هوايي بریدونه ثبتوي، د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۱۱۱۸ اعلان کړی، چې وایي ددغه ایتلاف په ۱۱ زرو او ۷۷۳ هوايي بریدونو کې په ۶۲۴ ورځو کې وژل شوي.

د امریکا پوځ منلې ده، چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال یې عراق او سوریه160422120328_iraq-blast_640x360_ap_nocredit کې په هوايي بریدونو کې لږترلږه شل ولسي وګړي وژل شوي.

پنتاګون په دې اړه “ژوره خواشيني” ښودلې.

ویل کېږي دغه بریدونه تر ډېره له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې شوي، چې وايي هدف یې په سوریه او عراق کې د “اسلامي دولت” ډلې په نښه کول وو.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند ویلي “په ناقصدي ډول پر بشري تلفاتو ډېر خوشیني دي”.

ډګروال پاتریک رایډر وايي “دا په جګړو کې تر ټولو دقیق هوايي برید و”، چې په وینا یې پوځ په ډېر پام سره د ولسي مرګ ژوبلې مخنیوی کوي.

نوموړی زیاتوي “دا چې وسله وال د عامو خلکو منځ کې ځانونه پټوي، له بده مرغه ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي”.

تر ټولو ناوړه پېښه د عراق شمال الجویجه ښار ته څېرمه وه، چې اته کسان د امریکا په برید کې ووژل شول.

امریکا وايي، په ۲۰۱۴ کال یې د “اسلامي دولت” ډلې پر ضد په هوايي بریدونو کې ۴۱ ولسي وګړي وژل شوي.

خو د بشري حقونو ځینې فعالان او دفاع کوونکې ډلې وايي، د بشري تلفاتو کچه تر دې ډېره زیاته ده.

د بېلګې په توګه، په بریتانیا کې مېشتې نا دولتي ایر وارز ( Airwars.org) ډلې، چې د داعش ضد ایتلاف هوايي بریدونه ثبتوي، د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۱۱۱۸ اعلان کړی، چې وایي ددغه ایتلاف په ۱۱ زرو او ۷۷۳ هوايي بریدونو کې په ۶۲۴ ورځو کې وژل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *