President Barack Obama reacts to questions regarding the NSA disclosures during a press conference at the Fairmont Hotel in San Jose, Calif. on Friday, June 7, 2013. (Gary Reyes/ Bay Area News Group)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له برېتانیا څخه د خپلې کتنې په پیل کې یو ځل بیا اروپایي ټولنه کې د برېتانیا له پاتې کېدو خپل ملاتړ څرګند کړ.

په ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه کې د خپرې شوې مقالې له مخې ښاغلي اوباما ویلي، په اروپایي ټولنه کې ددې هېواد پاتې کېدل په نړۍ کې د برېتانیا اغېز او نفوذ ډېروي.

د امریکا ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره جګړه کې برېتانیا خپل ځواک له نورو اروپایي هېوادونو سره په همکارۍ وکاروي، نو “ډېره به اغیزمنه” وي.

ښاغلي اوبا

President Barack Obama reacts to questions regarding the NSA disclosures during a press conference at the Fairmont Hotel in San Jose, Calif. on Friday, June 7, 2013. (Gary Reyes/ Bay Area News Group)

ما ویلي دي، په اروپایي ټولنه کې پاتې کېدل به د کار بازار او مالي او سوداګریز پراختیا له مخې دې هېواد ته ډېر ګټور وي.

ددې مقالې په یوه بله برخه کې د امریکا ولسمشر زیاته کړې، که برېتانیا له اروپایي ټولنې ووځي، دا هېواد به له ترهګرۍ سره مبارزه، کډوالو کړکېچ او اقتصادي ستونزو کې له کم ځواک څخه برخمن وي.

ښاغلي اوباما د ځېنو لوړپوړو برېتانوي چارواکو لخوا د مطرح شویو نیوکو سربېره، په دې تړاو د خپل نظر څرګندولو له حق څخه دفاع کړې ده.

په اروپایي ټولنه کې د برېتانیا پاتې کېدو په اړه د ښاغلي اوباما څرګند دریځ د ځېنو هغو کسانو د غوسې سبب شوی چې د اروپایي ټولنې پرېښودو لپاره کار کوي.

د “پرېښودو ته رایه ورکړئ” کمپاین، ښاغلی اوباما په “ریاکارۍ او دوه مخې توب” تورن کړی دی.

د لندن ښاروال بوریس جانسن هم ویلي، د ښاغلي اوباما نظر “بې مفهومه” او “ناهمغږې” ده.

ټاکل شوې ده چې اروپایي ټولنه کې د پاتې کېدو یا وتلو ټولپوښتنه په جون میاشت کې (تر دوو میاشتو) ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *