فرانسه له لبنان سره د يو سل پنځوسو ميليونو یورو مرسته کوي فرانسوا هولاند ددې مرستي اعلان لبنان ته د سفر پر مهال کړی او د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اړيکو يي ټينگار کړی دی

د فرانسې ولسمشر لبنان ته د سفر پر مهال ویلي: ترهګریزو بریدونو چې لبنان او فرانسه یې تر برید لاندې راوستلې په ریښتینې توګه یې په دې هیوادونو کې خپلواکي او لیبرالیزم په نښه کړی دی له دې سره هولاند ژمنه کړې چې د لبنان پوځ به په پښو دروي2015-07-23T131802Z_779626826_PM1EB7N15RG01_RTRMADP_3_FRANCE-AGRICULTURE-LIVESTOCK.

فرانسوا اولاند؛ ” مونږ ډاډ من یو او دې مسلې له دفاع وزیر سره په لیدنه کې ډاډ راکړی دی او مونږ به د لبنان پوځ په وسلو سنبال کړو ترڅو وکولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې په ښه توګه مبارزه وکړي.”

ده هیله مندي څرګنده کړې چې لبنان ته دده سفر د ولسمشری ټاکنو له لړۍ سره مرسته وکړي خو له دې سره ده ویلي چې دا موضوع باید په خپله لبنانیان حل کړي.

ښاغلی هولاند تیره ورخ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې لبنان ته ورسید او په دې سفر کې د فرانسې دفاع او اطلاعاتو وزیران هم ملتیا کوي.

له دې سره ټاکل شوې هولاند ددې هیواد له نورو سیمو هم لیدنه وکړي ده د تیرې ورځې په خبرې ناسته کې ژمنه وکړه چې پّ روان کال کې به پنځوس میلیونه او په راتلونکې کال کې سل میلیونه یورو له لبنان سره مرسته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *