د سوريې په پارلماني ټاکنو کې د رايي ورکوني وړ پنځه اويا سلنه خلکو گډون کړی وو
د سوريې په پارلماني ټاکنو کې د رايي ورکوني وړ پنځه اويا سلنه خلکو گډون کړی وو د سوريي د ټاکنو کميسيون مشر له دې سره ويلي د رايو شميرنه پای ته رسيدلي ده
د سوریې د ټاکنو کمیسیون مشر«هشام الشعار» تیره شپه په یوه خبري ناسته کې ویلي: «په ټولو ولایتونو کې سیمه ایزو ټاکنیزو کمیټو د رایو شمیرنه پای ته رسولې ده. ده ویلي په دې ټاکنو کې اته میلیونه اته سوه څلور دیرش کسان د رایې ورکونې وړ دي او له دوی څخه پنځه میلیونه پنځه اتیا زره څلور سوه څلورو کسانو ګډون کړی دی
هشام العشار؛ ” په دې ټاکنو کې اته میلیونه اته سوه څلور دیرش کسان د رایې ورکونې وړ دي او له دوی څخه پنځه میلیونه پنځه اتیا زره څلور سوه څلورو کسانو ګډون کړی دی. او په ټاکنو کې د ونډې کچه اوه پنځوس اعشاریه شپږ پنځوس وه
.”
د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکونکې په ټولو مرکزونو کې د چهارشنبه په شپه پای ته ورسیده او ددې هیواد په ولایتونو کې د فرعي مرکزونو له لوري د رایو شمیرنه پیل وې ده.
د سوریې پارلمان دوه سوه پنځوس څوکۍ لري او په دې هیواد کې د پارلماني ټاکنې له څلورو کلونو وروسته تر سره کیږي دا ډول وروستۍ ټاکنې په دوه زره دولسم کال کې تر سره شوې وې او دا لومړی ځل وو چې ډيری سیاسي ګوندونو ته په دې ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.