یونما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې د ډېرېدو لامل د جګړې ډېرېدل، د سړک غاړې ماینونو خښول، پېچلي ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ‘یونما’ له خوا د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور شوی دی.

د شنبې په ورځ (اپریل ۱۷مه) یونما پخپل تازه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۱۶ کال له جنورۍ میاشتې د مارچ تر پایه په هېواد کې ۱۹۴۳ ولسي وګړو ته مرګ ژ160417090707_relatives_and_residents_take_part_in_a_burial_ceremony_for_one_of_the_victims_of_a_suicide_attack_in_asadabad_capital_of_kunar__640x360_reuters_nocreditوبله اوښتې ده.

یونما وايي، په یاده موده کې ۶۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د یونما مشر نیوکلاس هیسم د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د جګړو او عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو د ژوند ته پام وکړي:

”که نړیوال بشردوستانه قوانین او د بشري حقونو مجبوریتونه په جدي توګه په پام کې ونیول شي، نو د یوې جګړې په سختېدو سره هم ملکي تلفات نشي لوړېدای. بشر دوستانه مجبوریتونو ته پام نه کول به ددې لامل شي، چې دغه ملت چې وار له مخه پوره ځورېدلی، لا ډېر وځورېږي.”

یونما وايي ”د ۲۰۱۵ کال د لومړۍ ربعې پرتله د مړینې کچه په سلو کې ۱۳ ټیټه شوې، خو د ټپیانو کچه یې ۱۱ په سلوکې پورته شوې او په ټولیزه توګه د مرګ ژوبلې کچه دوه په سلو کې پورته شوې ده. د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په څېر، ځمکنۍ جګړه د ټولې ملکي مرګ ژوبلې لویه برخه جوړوي، ورپسې د ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو توکو کارونه، ځانمرګي او پیچلي ډله ییز بریدونه او ورپسې هدفي او قصدي وژنې راځي”.

د یونما په راپور کې ویل شوي، د ملکي تلفاتو لویه برخه، ۶۰ په سلو کې حکومت مخالفو عناصرو ته او ۱۹ په سلو کې حکومت پلوو ځواکونو ته راجع شوې ده. په داسې حال کې، چې ۱۶ سلنه مرګ ژوبله د دولتي او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړو کې رامنځ ته شوې ده، چې په مشخص ډول یوې خاصې خوا ته نشي راجع کېدی. پاتې نور شپږ په سلو کې مرګ ژوبله د هغو نا چاوده توکو (ماینونو) له کبله رامنځ ته شوې چې مسؤولیت یې چاته نه دی راجع شوی.

 د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یونما د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، ولسمشر هر وخت امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

د یونما د بشري حقونو د څانګې مشرې ډانیل بیل ویلي ”د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربع کې، تقریباً یو په دریمه ملکي تلفات ماشومانو ته وراوښتي. که جګړې ښوونځیو، د لوبو میدانونو، روغتیایي مرکزونو او کورونو ته نژدې ترسره شي او ښکېلې غاړې په همدغو سیمو کې د چاودیدونکو وسلوپه خاص ډول د هاوان او لاسي جوړوشویو ماینونود تاکتیک کارونې ته دوام ورکړي، د ماشومانو د تلفاتو دغه ویرونکې کچه به دوام وکړي”.

افغان حکومت وايي، د ملکي خلکو ساتنې ته ډېر ارزښت ورکوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یونما د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، ولسمشر هر وخت امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

مینه پال وویل، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان د تپل شوې جګړې اور ډېر (ژبغړاند) شوی، چې دده په ټکو جبهه یي جګړې او له بهره راغلو اورپکو د جګړې لمن پراخه کړې ده.

یونما په ۲۰۰۹ کال کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې څارل پیل کړي چې په روان ۲۰۱۴ کال کې د مخالفو وسلوالو له خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبله دوه برابره شوې.

څو ورځې وړاندې، وسله والو مخالفانو په ټول هېواد کې د ‘عمري عملیاتو’ په نامه د پسرلنیو جګړه ییزو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ، خو حکومت یې پرضد د ‘شفق’ په نامه د عملیاتو پیلولو خبره وکړه.

له معمول سره سم، هر کال د پسرلي په پیلېدو سره وسله وال طالبان خپل بریدونه پیلوي او پر خپلو بریدونو بېلابېل نومونه ږدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *