افغانستان کې سېلابونو ۲۸ کسان وژلي
د بادغیس والي هم له ټولو مرستندویه څانګو غوښتي چې له زیامنو شویو سیمو سره مرستې ته لاسونه وغځوي.
د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو له کبله لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي. په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم دي.
تر ټولو سیمو ډېر ځاني زیان په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس او ډېر مالي تاوانونه په دایکندي، بلخ او بغلان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.
تېره ورځ او شپه د افغانستان په ډېرو سیمو کې سخت باران او ږلۍ ورېده.
د بادغیس ولایت د ځایي چاروکو په خبره، په دې ولایت کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د بادغیس د امنیې قوماندان عبدالرؤف تاج وایي ۱۳ تنه د سنګ آتش، اته تنه په جوند او د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه په آب کمري ولسوالۍ کې وژل شوي.
چارواکي وایي پولیس په دې توانېدلي چې د خلکو په مرسته په نوموړو سیمو کې د وژل شویو کسانو مړي له اوبو راوباسي.
د بادغیس والي هم له ټولو مرستندویه څانګو غوښتي چې له زیامنو شویو سیمو سره مرستې ته لاسونه وغځوي.
له شمالي ولایت بلخ نه هم رسېدلي راپورونه وایي چې درې تنه په دې ولایت کې سیلابونو وژلي.
د بلخ ځایي چارواکي وایي شاوخوا ۸۰ کورونه هم ویجاړ شوي. دوی وايي ډيری مالي تاوان په دی ولایت کې د بلخ د مرکز شاوخوا د نژدې کلیو اوسېدونکو ته اوښتی.