ټول دېته سترګې پر لاره دي، چې د عراق په کوردستان کې به د پېشمرګه په نامه د کوردانو وسله والې ولسي ملیشې د داعش له جګړه مارانو څخه د موصل د ازادولو په عملیاتو کې ګډون وکړي. په اوسني وخت کې د عراق اردو د ترهګرۍ ضد ټلوالې له ځواکونو سره په ګډه دغو عملیاتو ته تیاری نیسي.

د پېشمرګه د کنډک قوماندان جنرال لقمان شریفخاني له «سپوتنیک» سره په مرکه د چمتو کېدونکو عملیاتو په تړاو رڼا واچوله:

«زه د جنرالۍ په رتبه کې له پېشمرګه څخه تقاعد شوم. وروسته بیا برتانیا ته لاړم، خو په ۲۰۱۴ کال کې، چې د داعش جګړه مارانو د کوردانو پر خاورو بریدونه پیل کړل، ما د پېشمرګه چارو وزارت ته پیغام ول445425ېږه او په هغه کې مې دندې ته زما د بیا ستنولو هیله ورڅخه وکړه. زما غوښتنلیک ومنل شو او زه اوسمهال د جنرال په رتبه د پېشمرګه ځواکونو په لیکو کې یم. موږ د داعش په وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. دغه ترهګریز سازمان د ټول بشریت او زموږ د هر یوه لپاره ډېر خطرناک دښمن دی. د داعش ترهګران ټول وګړي له یوې مخې وژني، پر ښځو، وړو او زړو هم زړه سواندی نه لري».

جنرال لقمان شریفخاني زیاته کړه: د پېشمرګه وو وسله والو ځواکونو د عراق په کوردستان کې د سینجار د ازادولو په عملیاتو کې هم برخه اخېستې وه. اوس مهال د جنګ په ټولو جبهو کې د داعشیانو پر ضد ډېره اغېزمنه مبارزه کوي. د پېشمرګه سرتیري د وسله والو ټکرونو په بهیر کې د داعشیانو د ډېرې زیاتې وسلې او زغره وال تخنیک پر نېولو بریالي شول. اوس د جنرال شریفخاني تر مشرۍ لاندې پېشمرګه ملیشې د دهوک ښار په سیمه کې له موصل سره په پوله کې دي. په دغه ځای کې ډېر سخت جنګونه روان دي. داعشي ترهګرو پر دغه خاوره ډېر بریدونه وکړل، خو کومه پایله لاسته ورنغله. جنرال وایي: «موږ دېته ملا تړلې چې د کوردانو خاورې له داعشیانو پاکې کړو. او چمتو یو، چې د دغې موخې د لاسته راوړلو په هيله د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې وجنګیږو. که چېرې موږ له خپلې مبارزې لاس واخلو، داعشیان کولای شي، چې زموږ ځمکې بیا ونیسي». د عراق د کوردستان د پېشمرګه ځواکونو د یوه کنډک قوماندان جنرال لقمان شریفخاني د خپلې مرکې په پای کې زیاتوي:

«تر اوسه دا په بشپړ ډول دا نه ده روښانه، چې موږ به د موصل د ازادولو په عملیاتو کې څه ډول برخه اخلو. د دغې مسألې په تړاو د عراق له مرکزي حکومت سره خبرې اترې روانې دي. موږ له خپله پلوه د موصل په عملیاتو کې د پېشمرګه ځواکونو د ګډون لپاره هیڅ ډول خنډونه نه وینو. موږ یوازې دا غواړو، چې د عراق مرکزي حکومت د موصل د ازادولو په مسأله کې پرېکند دریځ غوره کړي. په دغه ښار کې ډېر شمېر کوردان ژوند کوي. پېشمرګه ځواکونه غواړي چې د موصل اوسیدونکي د داعشي جګړه مارانو له زورزیاتي څخه وژغوري. موږ د پېشمرګه چارو د وزارت د هر امر عملي کولو ته چمتو یو».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *