كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروز الدين فيروز تېره ورځ كندهار ته د يو سفر په ترڅ كې د كتلوي معافيت حوزوي مركز په داسې حال كې پرانيست چې ځايي مسوولين وايي، لا هم د كندهار ۶۰ فيصده خلك روغتيايي خدمتونو ته اسانتيا نه لري.

فيروز وويل، دا مركز چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د يونيسف په مالي مرسته جوړ شوى، چې له دې لارې به د لوړ كيفيت واكسين نه يوازې كندهار بلكې شfiles.phpاوخوا ولايتونو ته هم رسوي.

وزير زياته كړه، وزارت به يې ډېر ژر په كندهار كې د روغتيايي خدماتو د چټكتيا لپاره په دريو ولسواليو كې ۳۰ بستريز روغتونونه هم جوړ كړي.

دا په داسې حال كې ده چې د كندهار والي همايون عزيزي بيا ويلي، دمګړۍ مركزي حكومت د كندهار دوه نيم مليونه وګړو ته يوازې د اته سوه زره كسانو د روغتيايي خدماتو امكانات برابروي او نور خلك ترې بې برخې پاتې كېږي: (( په كندهار كې د سلو كسانو له ډلې يوازې څلويښت تنه روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري، پاتې نور شپېته فيصده خلك محروم دي.))

بايد وويل شي چې په كندهار كې د روغتيايي خدمتونو د نه رسېدو له كبله د سرشمېرنې پر اداره د ناغېړۍ تورونه دي او ويل كېږي چې ګواكې د همدې ادارې مفلوج فعاليت د دې سبب شوى چې كندهار كې د يو كس روغتيايي اسانتياوې په پنځو كسانو وويشل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *