ملگرو ملتونو د سوريې په هکله د روسيې او امريکا له هوکړې هرکلی کړی
ملگرو ملتونو د سوريې په هکله د روسيې او امريکا له هوکړې هرکلی کړی ويلي يي دي د سوريي ستونزي د هوارۍ لپاره دا لومړنی پورته شوی گام دی روسيي او امريکا هوکړه کړې چي د رواني زيږديزې مياشتي له اوه ويشتمي نيټي سره سم به په دي هيواد کي اوربند پيل شي
امریکا او روسیې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په سوریه کې د اوربند پلیدو له نیټې چې پریکړه یې د اوباما او پوتین ترمنځ د ټلفوني خبرو له مخې شوې، خبر ورکړی دی. د امریکا او روسیې ولسمشرانو په ټلفوني خبرو کې هوکړه کړې چې په سوریه کې به د
مونیخ پریکړې له مخې د روانې میاشتې د دولسمې نیټې له نیمې شپې اوربند رامنځ ته کیږي. د دولت وسله والی مخالفې ډلې به تر راتلونکو څو ورځو په اوربند کې د ګډون لپاره خپل چمتوالی اعلان کړي، سوریه او د بشار اسد دولت به د وسله والو پر وړاندې خپل هوایي بریدونه بند کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي چې د ترهګرو پر وړانډې به زمونږ عملیات دوام ولري.
جاش ارنست/ ” بلې، ولسمشر له خپل روسي سیال سره ټلفوني خبرې کړي دي. دا خبرې د ولسمشر پوتین په غوښتنه او د مونیخ ناستې د پریکړې له مخې تر سره شوې. په دې هوکړه کې به د داعش النصرې او نورو ترهګریزو ډلو پرته ټولې وسله والې ډلې ګډون ولري.” کليپ ۱
ملګرو ملتونو او یو شمیر هیوادونو له دې هوکړې هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو لوی منشي ویلي: په سوریه کې د اوربند او او سیاسي خبرو لپاره لومړنۍ پورته شوی ګام دی.
استيفن دوجاريک/ “ددې اعلان مخکې د مفصلو خپرو شویو ریپوټونو له مخې لوی منشي په دې آند دی که چیرې دا هوکړه پلې شي د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه زره دوه سوه څلور پنڅوسمې هوکړې پلي کیدو ته لاره هواریږي دا هوکړه ددې ښکارندویي کوي چې نړیوال د سوریې ستونزې هواری ته ژمن دي دا د پرمختګ لومړنۍ ګام دی چې په لړ کې به یې پخلاینې ته لاره هواره شي.”
د سوریې دولت وسله والوو مخالفینو له لوري د خبرو عالي کمیټې ویلي: اوربند دوی ته دمنلو وړ دی خو باید ددوی له لوري وړاندې شوي شرایط ومنل شي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري هم ویلي، که چیرې دا پلان پلی شي او ښکیلې اړخونو ته د درنښت وړ وي نښتې به لږې شي او هغه سیمو ته به د مرستو رسولو ته لاره هواره شي کوم چې زیانمني دي. بله خوا د یوه څیړنیز ریپوټ له مخې چې د ملګرو ملتونو په مرسته تر سره شوی په سوریه کې ښکیلې خواوې په تیرو پنځو کلونو کې په جنګي جنایت تورنې دي.