سني او شيعه د اسلام دوه وځرونه دي نو له دي مخي بايد يوه بل ته سره دير نژدي شي

د مصر تر ټولو لوړ ترينه ديني شخص او دي هيواد الازهر شيخ احمد الطيب له دي سره ويلي چي سني او شيعه سره وروڼه دي

شيخ احمد الطيب يو ځل بيا د هر مسلمان کهJamNewsImage10262072 سني دي يا شيعه د وژلو پربندولو ټينگار کړی دی له دي سره دوی يو ځل بيا ريښتيني اسلامي ارزښتونو ته د را گرځيدو غوښتنه کړې ده

د مصر شيخ الازهر چې د اندونیزیا د مسلمانانو د شورا له غړیو سره له لیدنې وروسته خبرې کولې د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو په هکله یې خبرداری ورکړی ویلي یې دي: د عالمانو تر منځ اختلافات د ټولو مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو لامل ګرځیدلی شي.

له دې سره دوی پر نورو مذهبونو د یوه ځانګړې مذهب تپل چې د دیني ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي خبرداری ورکړی دی. دوی ویلي اسلام هغه دین دی چې ټولو مذهبونو ته یې له تعصب او بنسټپالی پرته په خپله غیګ کې ځای ورکړی دی.

له دې سره ښآغلی احمد الطیب د مسلمانانو تکفیر حرام ښودلی ویلي یې دي: تکفیر ګواښونکی دی او هیڅوک د نور د تکفیری حق نلري او دا مسله یواځې په اولی الامر ته راګرځي.

شیخ الازهر یو ځل بیا د الازهر او شیعه عالمانو د لیدنې غوښتنه کړې ده.

دوی د میراثی اسلام روح ته د را ګرځیدو وړاندیز کړی چې د ټولو مسلمانانو ترمنځ د یوالي او بنسټ ګری په له منځه وړلو ټینګار کوي ویلي یې دي اسلام هغه دین دی چې تعصب او بنسټپالي پکې شتون نلري.

شیخ الازهر ویلي یوالی یواځې د فکر او فهم له مخې نشي رامنځ ته کیدی ځکه اختلافات یو عادي امر دی چې اسلام یې پخلی کړی دی. دوی زیاته کړې د ناسمو زدکړو یو شمیر مرکزونو د ترهګری لمن پارخه کړې او د یوه ځانګړې مذهب پلویان چې ځآن پر حقه بولي او حتی مسیحیانو ته مبارکی ویل حرام ګڼي پّ نړۍ کې یې د ترهګری او بنسټپالی لمن پراخه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *