له المان څخه د داعش تر اته سوه زيات وسله وال سوريي او عراق ته تللي دي

د المان څخه تر اته سوه زيات وسله وال کسان سوريي او عراق ته تللي دي تر څو په دِغه هېوادونو کې د «اسلامي دولت» او « جبهات النصره»( چې فعاليت يي په روسيه کې منع دي) د وسله والو کسانو سره يو ځای په جګړه يزو عملياتو کې ګډون وکړي079634.

دامطلب د سي شنبي په ورځ Die Welt ورځپاڼې د المان د مرکزي جنايي پوليسو د ادارې له قوله ورکړی دي. پخوا یعني د جنوري په مياشت کې دالمان دغې ادارې ويلي وو چې ۷۸۰ تنه وسله وال کسان له المان څخه وتلي دي او ویلي يي وو چې ددوی شميراوس کم شوی دي. « موږ ته معلومه شوه تر ۸۰۰ زيات کسان له المان څخه سوريي ته تللي دي خو يو پر دريمه يي بيرته المان ته راستانه شوي دي». دامطلب ورځپاڼي د جنايي پوليسو له قوله ورکړی دي. دغه ورځپاڼه زياتوي چې ۱۳۰ وسله وال کسان وژل شوي دی. چې يوشمير يي په ترهګرۍ بريدونو کې ښکيل ول. د تحقيقاتو او څيړنو له مخې چې دالمان د مرکزي جنايي پوليسو دادارې لخوا ترسره شوي ويل کيږي چې د ۲۰۱۵ کال تر جون مياشتي پورې له المان څخه ۶۷۷ جهاديان تللي دي. دوی اکٍثرآ نران او عمرونه يي ۲۲-۲۵ کلونو په شاوخوا کې وو. په سلو کې تر ۶۰ زياتو يي الماني پاسپورتونه لرل، لس فيصده يي تر تلو مخکې د ښوونځي شاګردان وو، ۱۵ فيصده يي تر تګ مخکې د اسلام دين ومانه. دوه پر دريمه کسان چې له المان څخه تللي وو د المان په خاوره کې د جرمونو مر تکب شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *