مسیحیان د سوریې د وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې ډېری اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

“اسلامي دولت” ډلې ۴۲ بندي آشوري مسیحیان له پیسو ترلاسه کولو وروسته خوشي کړي دي. د آشوري دیموکراتانو ډلې تالیا یونان ویلي، خوشي شوي مسیحیان د سوریې شمال ختیځ تل تمر ښار ته رسېدلي دي.

نوموړې اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، د خوشي کولو بهیر د یوه جګپوړي آشوري راهب په منځګړیتوب ترسره شوی149657.

د “اسلامي دولت” ډلې جنګیالیو د سوریې پر شمال ختیځ الحسکه ولایت تر کنټرول وروسته چې د خابور سیند پر سوېلي څنډه یې ګڼ کلي لاندې کړل، دوه سوه آشوریان وتښتول.

ویل کېږي چې دغه کسان د پیسو لپاره تښتول شوي وو، چې د انسانانو تښتول د “اسلامي دولت” د تمویل یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

“اسلامي دولت” دوه میاشتې وړاندې نارویجی او بل چینایی له دې کبله ووژل چې د خوشي کولو په مقابل کې یې پیسې ورنه کړل شوې.

تالیا وايي، دغه ډغې ډلې د بندیانو د خوشي کولو مقابل کې ۱۸ میلیون ډالر غوښتي وو، بیا یې دا مبلغ د خبرو په درشل کې ټيټ کړ، خو ویې نه ویل چې په پای کې یې دې ډلې ته څومره پیسې ورکړې.

په سویډن کې مېشت د آشوري د بشري حقونو د شبکې مشر اسامه اډوارډ وویل، ۴۲ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خوشي شوي دي.

د آشوریانو یوې سرچینې ویلي، په نړۍ کې د آشوریانو ډلو ددغو کسانو د خوشي کولو لپاره یو کمپاین پیل کړی و، چې ډېرې پیسې یې پکې راغونډې کړې وې، خو د راغونډو شویو پیسو کچه ۱۸ میلیون ډالرو ته ونه رسېده، بلکې نیمايي یې هم نه وه.

سرچینه وايي، د تښتونې پرمهال د پنځو آشوریانو برخلیک لاهم ناڅرګند دی.

د ویلو ده، الحسکه سیمه، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي او د سوریې – ترکیې پر پوله پرته ده، په سوریه کې له “اسلامي دولت” سره د جګړې وروستی مورچل و.

په سوریه کې د کردانو دیموکرات ځواکونه وتوانېډل چې شداده سیمه ونیسي.

دا سیمه د “اسلامي دولت” له ټینګو مرکزونو څخه وه، چې ویل کېږي ګڼ بندیان یې همالته ساتل.

په وروستیو کې له ترکیې سره پر پوله د سوریې شداده سیمه تر سختې جګړې وروسته د کردي دیموکراتو ځواکونو ونیوه

مسیحیان د سوریې د وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې ډېری اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *