کونړ کې چاودنې پنځه پولیس وژلي
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملي پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د ناړۍ د پولیسو قومندان حاجي یوسف بي بي سي ته وویل، ټول وژل شوي او ټپیان ملي پولیس دي.
خو د کونړ د پولیسو قومندان وايي، چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
چاودنه د پولیسو په رینجر موټر شوې ده.
د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کونړ ناړۍ یوه ناامنه سیمه ده، چې ځینې وخت یې خامې لارې بندېږي او د سړک غاړې ماینونو اېښودو وېره پکې ډېره وي.