برېښنا شرکت وايي په سیمه کې د بریښنا یوه ستنه په بشپړ ډول نسکوره کړل شوې او یوه بله اره کړل شوې چې د بریښنا شرکت په وینا بیا رغاونه یې کومه ستونزمنه چاره نه ده.

د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ سره همهاله د افغانستان د برېښنا شرکت کاري ډله هم د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیم160219112459_electricity_kabul_640x360_dab_nocreditې ته رسیدلې او د پرې شوې برېښنا د بیا فعالولو هڅې یې پیل کړي دي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وویل کابل ښاریان به وتوانیږي چې نن (د شنبې) شپه د پرچاو شوې برېښنا یوه برخه وکاروي، او په وینا یې تر سبا ماښامه به ټوله برېښنا په نورمال ډول کابل ته راولیږدول شي.

توحیدي بي بي سي ته وویل، د برېښنا شرکت کارکوونکو د جمعې په ورځ د برېښنا د مزو نښلولو کار پیل کړی، چې تر شپې پورې به کابل ته له ۱۴۰ تر ۱۵۰ مېګاواټه پورې برېښنا ولېږدوله شي.

ښاغلي توحیدي وویل چې په سیمه کې د بریښنا یوه ستنه په بشپړ ډول نسکوره کړل شوې او یوه بله اره کړل شوې چې د بریښنا شرکت په وینا بیا رغاونه یې کومه ستونزمنه چاره نه ده.

د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د بریښنا ستنې د حکومتي چارواکو په وینا د افغان حکومت مخالفانو زیانمنې کړې وې.

خو طالبانو وویل، دا کار د دوی نه دی، بلکې چمتو دي چې اړوند انجینران هلته واستول شي دوی به د برېښنا د پایو رغولو پرمهال د هغوی امنیت ونیسي.

د بریښنا تر پرې کېدو وروسته کابل ښار په تیاره کې ډوب شو، او د ګڼو خلکو کاروبارونه ورسره اغېزمن شول، چې دې چارې د حکومت پر وړاندې د خلکو تاوده غبرګونونه راوپارول.

داد ی شاوخوا یوه میاشت وروسته د برېښنا شرکت تخنیکي ډله په دې توانېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر پرمختګ وروسته سیمې ته ورشي.

وړاندې د برېښنا شرکت ویلي وو، د برېښنا د نشتوالي له کیله دغه شرکت هره شپه د کابل رڼا کولو لپاره شاوهخوا اتیا زره لیټره تېل سیځي، چې تر ګټې یې لګښت ډېرېدونکی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *