د سوریې کلابندو سیمو ته مرستې په لاره دي
ملگرو ملتونو په سوريه کي کلابندو سيمو ته د مرستو رسولو به لړ کي له ښکيلو خواوو غوښتي ترڅو ټولو کلابندو سيمو ته د مرستو رسولو ته اجازه ورکړي. دي بنسټ تيره ورځ د سوريې له دولت سره له خبرو وروسته کلابندو سيمو ته د مرستو کاروانونه استولي دي
له سیمې څخه د رار سیدلو ریپوټونو له مخې په دې مرستو کې خوراکي توکي او درمل شتون لري چې د پنځو برخو اوو کلابندو سیمو ته تیره ورځ استول شوي دي. د ملګرو ملتونو ویاند ویلي: دې سیمو ته د مرستو رسولو هوکړې ته د مونیخ په ناسته لاره هواره شوه او ملګري ملتونه په سوریه کې له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړي ترڅو اړو سیموته ددې مرستو رسولو ته اجازه ورکړي. د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن ډیمستورا ویلي: وروستی پرمختګ ددې ادارې او د سوریې دولت له چارواکیو سره د خبرو له مخې تر لاسه شوی دی. او هیله ده چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره هم ورته یوه هوکړه وشي.