د ترکیې په پلازمینه کې د چاودنې له کبله نږدې ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ترکیي رسنیو د ریپوټونو له مخې په دې موټر بم چاودنه کې د ترکي سرتیرو یو لیږدونکی موټر په نښه شوی دی. د ریپوټونو له مخې پیښه د ترکیې پارلمان ته نږدې رامنځ ته شوې او غږ یې ددې ښار په هره سیمه کې اوریدل شوی دی.

ترکي چارواکیو دا برید ترهګریز ښوimagesدلی او غندلی یې دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې پیښې له امله آذربایجان ته خپل سفر ځنډولی او له حکومتي چارواکیو سره یې بیړنۍ ناسته تر سره کړې ده. اردوغان ویلي: ترکیه د هر وخت په پرتله له ځانه دفاع ته ژمنه ده. د ترکیې لومړي وزیر مرستیال له خبریالانو سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمیره اته ویشت ښودلې چې ډيری یې پوځیان دي.

نعمان قورتوموش – ” په دې برید کې سرتیري او هم ملکیان وژل شوي دي د قربانیانو له پیژندګلوی وروسته به مونږ خلکو ته مالومات ورکړو له دې سره په دې پیښه کې یو شپیته کسان ټپیان شوي او اوس مهال په بیلا بیلو روغتونونوو کې تر درملنې لاندې دي.” کليپ ۲

تر اوسه ددې برید مسولیت چا او نه هم کومې دلې پر غاړه ا خستی خیو خینې ترکي سرچینې په دې پیښه کې کردي بیلتون غوښتونکي په لاس لرلو تورنوي. د ترکیې لومړي وزیر مرستیال هم ویلي تراوسه په دې هکله چې دا برید د چا له لوري تر سره شوی مالومات شتون نلري.

نعمان قورتوموش – ” د پیښې له سیمې تر لاسه شوي توکي تر څیړنې لاندې دي تراوسه پّ دې هکله چې دا برید د چا له لوري تر سره شوی مالومات شتون نلري خو مونږ به د پیښې تر سره کونکي هرو مرو وپیژنو.” کليپ ۳

د تیر کال له وړي چې د ترکیې دولت له کردانو سره اوربند له منځه وړی دی په دې هیواد کې څو ځله مرګونې چاودنې رامنځ ته شوې دي. تیره میاشت په استانبول کې د چاودنې له کبله لس کسان چې ډيری یې آلماني سیلانیان وو ووژل شول. همدارنګه پنځه میاشتې وړاندې هم په انقره کې د چادونې په لړ کې له سلو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ترکیې دولت په دې ډول پیښو کې د داعش وسله واله ډله په لاس لرلو تورنوي. د ترکیې دولت د تیر کال له وړي راهیسې له کردانو سره په جګړه بوخت دی او د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې یې هم ونډه اخستې ده او د خپل هیواد په سویل کې یې یوه پوځي هډه امریکا ته ورکړې ده. بله خوا په سویډنه کې هم د ترکیې په یوه کلتوري مرکز کې چادونه شوې خو چاته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *