د برېټانیا هېواد په کوربتوب د سوریې هېواد سره د مرستې څلورمه نړیواله غونډه کې د نړۍ ځېنو هېوادنو ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰زېږدیز کال پورې به د دغه هېواد د کډوالو سره د مرستې په پار به له ۱۰ میلیاردو امریکايي ډالرو زیاته مرسته وکړي.

دغه غونډه پرون (پنجشنبه) جوړه شوې وه، چې د ۷۰ هېوادونو سیاسي مشرانو او نړیوالو بنسټونو استازو په کې ګډون کړی وو.

دوی ټینګار وکړ، چې د سوریې هېواد د کډوالو او د جګړه ځپلو هېوادونو د خلکو له پاره د ښوونسوریه (2)ې او روزنې او همدا ډول د اقتصادي حالت د سمون له پاره پلانونه جوړ کړي.

په دې جوړې شوې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د برېټانیا هېواد لومړی وزیر ډېوډ کامرون، د ترکیې لومړی وزیر داود اغلو، د اروپايي اتحادې د حوزې مشران او په ځانکړي ډول د منځني ختیځ هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې، چې د دغو مرستو څخه ۶ میلیارده ډالره يې په ۲۰۱۶ کال کې مصرف شي او پاتې ۴ میلیارده یې په اوږمهال کې د جګړې له امله بې ځایه شویو سره د خوراکي توکو، د استوګنې ځایونو او د روغتیايي خدمتونو له پاره ولګول شي.

د یورونیوز د راپور له مخې د دغو ۱۰ میلیاردو ډالرو له بودیجې به له هغو هېوادونو سره مرسته وشي، چې د سوريې هېواد ګډاولو ته یې ځای ورکړی دی.

ترکیه، لبنان او اردون د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د سوریې زیات شمېر ګډوالو ته په خپله خاور کې ځای ور کړی دی.

د ۲۰۱۴ زېدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له سوریې هېواده ۴ زره او ۶۰۰ پناغوښتونکي ترکیې، اردن او لبنان هېوادونو ته ورغلي دي. او له یو میلیون زیاتې یې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *