file

په اسلام اباد کې نننۍ غوڼده له ټاکل شوي وخت څخه یو ساعت وروسته پیل شوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د درییمې څلوراړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د اسلام اباد په نننۍ خبرو کې موافقه شوې چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ به د روانې عیسوي میاشتې تر پایه مخامخ خبرې پیل شي.

دا اعلامیه وایي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استاز ترمنځ څلورمه غونډه به د همدې عیسوي میاشتې په ۲۳ مه چې د حوت د میاشتې څلورمه کیږي په کابل کې جوړه شي.

افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د استازو ترمنځ درییمه څلوراړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د غرمې دمخه د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز پرانیستله.

دې غونډې ته د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار په خپله وینا کې هیله وښوده چې نننۍ غونډه به د افغان حکومت او د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د لارې د نقشې په ترتیبولو او تصویبولو بریالۍ شي.

ښاغلي عزیز وویل “زه هیله لرم د نن ورځې د بحثونو په ترڅ کې به تاسو د لارې نقشې ته د وروستۍ بڼې په ورکولو او تصویبولو بریالي شئ”.

ټاکل شوې وه چې د اسلام اباد غونډه نن سهار په لسو بجو پیل شوې وی، خو دغه ښار ته د افغان اوه کسیز پلاوي د ناوخته رسیدلو له امله غونډه یو ساعت ناوخته پیل شوه.

په دې غوڼده کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو مشري دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو معینان په غاړه لري چې افغانستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي هم په کې د دغو هیوادونو استازیتوب کوي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار وویل چې په تیرو دوو غونډو کې پرمختګونه هڅوونکي دي.

ښاغلي عزیز وویل ” زه هیله لرم چې د دغې روحیې او عزم په دوام سره دا څلوراړخیزه ډله خپله پاملرنه د پخلاینې بهیر لپاره د لارې د نقشې ژر تصویب ته واړوي او هغه لارې چارې وپیژني چې له مخې یې هرڅومره ژر چې کیږي د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو د استازو ترمنځ مخامخ خبرو ترسره کیدلو لپاره لاره پرانیستل شي”.

سرتاج عزیر وویل چې پاکستان په افغانستان کې د زور زیاتي د زیاتیدلو په باب د افغان حکومت په څیر په بشپړه توګه اندیښمن دی او د عمده ګواښ په توګه یې ګني او په دې باور دی چې د دغه زورزیاتي کمیدل باید د سولې د خبرو یوه عمده هدف وي.

هغه وویل چې افغانان له کلونو له جګړو کړیږي او هغوی سولې ته اړتیا لري.

سرتاج عزیز په افغانستان کې د سولې په ټینګیدو کې د څلوراړخیزې غونډې ونډه مهمه وبلله اووې ویل، باور لري چې دا بهیر به په افغانستان کې د زورزیاتي په پیښو کې د پام وړ کمې راولي.

ښاغلي عزیز وویل “زمونږ له نظره د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د سولې د بهیر لپاره یوه څرګنده، ښه تعریف شوې او عملي د لارې نقشه ډیره مهمه ده. دا باید د بهیر لپاره مختلف پړاونه په نښه کړي چې په هر بهیر کې پرمختګ په کې ځانګړی شوی وي، همداشان دا باید د سولې د بهیر لپاره د ښکیلو ډلو مثبتې اشارې هم له ځان سره ولري”.

سرتاج عزیز وویل چې دا کار د څلوراړخیزې غوندې د برخه والو ترمنځ ګډو او منظمو اقداماتو ته هم اړتیا لري.

سرتاج عزیز وویل پاکستان په دې باور دی چې په دې پړاو کې ګډ اقدامات به د طالبانو ډیرې ډلې خبرو ته وهڅوي او هغه ډلې چې خبرو ته چمتو نه دي لا منزوي کړي.

هغه وویل چې په افغانستان کې باید د سولې هڅې د اوږدې مودې سولې ټینګیدو لپاره وي او دداسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د تیر عیسوي کال د جولای د میاشتې په څیر د حالاتو د رامنځ ته کیدو سبب نه شي.

افغان حکومت هم وایي، تمه لري چې د نن ورځې په غوڼده کې به ګډونوال د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د لارې نقشې ته وروستۍ بڼه ورکړي.

دوهمه څلوراړخیزه غونډه د جدي په ۲۸ په کابل کې جوړه شوې وه او دهغې غونډې وړاندې ددغه بهیر لومړۍ غونډه د جدي په میاشت کې په پاکستان کې جوړه شوې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *