وسله والو طالبانو د وصیل خان پلار هم وژلی و.

د ارزګان د پولیسو مشر رحیم الله خان وايي چې، وصیل احمد د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ښونځي ته په لار د وسله والو په ډزو ووژل شو. اورپکو هغه خپل کور ته نژدې وواژه.

د امنیې قومندان په وینا دغه لس کلن ماشوم څو وارې له خپل اکا سره اوږه په اوږه د طالبانو سره جنګېدلی او طالبانو يې تښتولي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځینې تصویرونه هم خپاره شوي وو چې نظامي جامې یې پرتن وې او وسله یې هم په لاس کې وه.

د وصیل اکا د ط1015367B-AAFE-49FE-84CC-39884092D081_w640_r1_sالبانو یو پخوانی قومندان و چې له حکومت سره یوځای شو او بیا د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان وټاکل شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د لس کلن وصیل احمد پر وژنې، د هغه کورنۍ، افغان حکومت او وسله وال طالبان ګرم بولي.

د کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي چې سیمه ییزو پولیسو له طالبانو سره له یوې بریالۍ جګړې وروسته وصیل احمد ته د اتل لقب ورکړ چې په لوی لاس یې د خلکو پام ور واړوه. په هغې جګړې ګې طالبانو د وصیل احمد پلار وژلی و.

ښاغلي بیدار وویل ” ښايي هغه د خپل پلار د غچ اخیستلو لپاره وسله اخیستې وي، خو پولیسو له هغه یو اتل جوړ کړ، هویت یې افشا کړ او په خاص ډول ترهګرو ته یې وروښود. یوې خوا ویل چې هغه اتل او مشهوره کړی بلې خوا ویل چې ويې وژنې، دواړو خواو قانون له پامه وغورځوه.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *