د الوت پر مهال الوتکه سورۍ شوه او بېړنۍ ناسته یې وکړه
د ډرین هوجن یو ملګری په الوتکه کې موجود و او د الوتکې تصویر یې اخیستی
د سومالیا پلازمېنه موګادېشو کې د ملکي هوايي چلن یوه الوتکه هغه مهال بېړنۍ ناستې ته اړه شوه، چې د الوت پر مهال پکې یو لوی سوری جوړ شو.
الوتکه کې د یوه سفر کونکي دوست بي بي سي ته وویل د الوتکې تنه هغه مهال ماته شوه، چې الوتکه له موګادېشو نه والوته او ۱۰ زره فوټه په هوا کې پورته شوه.
د الوتکې تنې ماتېدو لامل معلوم نه دی، خو چارواکي وايي دوه مساپر پېښه کې ټپیان شوي دي.
د پېښې ځای کې یوه پولیس چارواکي بلومبرګ خبري اژانس ته ویلي، چې د ( دالو ایر لاینز ) هوايي چلن شرکت الوتکه جیبوتي ته روانه وه او ۶۰ کسان پکې ناست وو.
ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې له الوت وروسته الوتکې کې اور ولګید.
د ډرین هوجن یو ملګری په الوتکه کې موجود و او د الوتکې تصویر یې اخیستی.
نوموړي بي بي سي ته ویلي، ‘دا کومه چاودنه نه وه، بلکې ۱۰ زره فوټه پورته د فیوزیلاج نابریالیتوب و.’
دالو هوايي چلند مخامخ له دبۍ نه جیبوتي او سومالیا ته پروازونه کوي.