د ملي جنبش ګوند وياند وايي، د ولسمشر لومړى مرستيال له دې امله چې د هغه ځينې غوښتنې نه دي منل شوې، له حکومته خپه دى او که چېرې حکومت يادو غوښتنو ته پام ونه کړ، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د ولسمشر لومړى مرستيال او د ياد ګوند بنسټ اېښودونکى جنرال عبدالرشيد دوستم د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د ژمنو د نه عملي کولو له امله د خپلو پلويانو تر سخت فشار لاندې دى.

تيينج د جنرال دوunnamedسستم له لوري حکومت ته، د ځوانانو او بې روزګارۍ ستونزو هواري لپاره د ځوانانو چارو وزارت رامنځته کول او څلورو زونونو کې په وسلو او وسايلو باندې له ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو څخه د يوه سنبال او مجهز ځواک رامنځته کول؛ د جنرال دوستم وړانديز شوې طرحې وبللې، خو ويې ويل چې له بده مرغه له ژمنو سره سره بيا هم حکومت په دې اړه عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

سرچينې له يادو طرحو څخه په نقل وويل، چې د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو ستونزو په ځانګړي ډول د دوى د بې روزګارۍ له منځه وړلو ته لاسرسى نه شي کولى او دغه اداره بايد د وزارت کچې ته لوړه شي.

پر دې سربېره په ياده طرحه کې له وسله والو مخالفينو څخه د هېواد د بېلابېلو برخو پاکولو لپاره په څلورو زونونو کې د ځانګړي ځواک رامنځته کول، امنيت د ټينګښت لپاره اغېزناک بللى دى.

د افغانستان ملي جنبش ګوند وياند په حکومت کې د ترک قوم ته ونډه نه ورکول او دوى له پامه غورځول، د جنرال دوستم د خپګان يو بل لامل بللى دى.

هغه ادعا وکړه چې ترک قوم په ټاکنو کې د افغان ولسمشر په برياليتوب کې ډېر رول درلود او دغه قوم د يوه مهم وزارت لکه امنيتي، اقتصادي او يا تحصيلي وزارت غوښتنه کوي، خو ولسمشر تر اوسه پورې په دې اړه په خپله ژمنه عمل نه دى کړى.

تينج زياته کړه: “له بده مرغه چې ان د معينيت، رياست او سفارت په بستونو کې هم د ترک قوم ډېر کم تر سترګو کېږي، چې دا کار د ترک قوم د خپګان لامل شوى او دغه راز ښاغلى مرستيال صاحب هم خپه دى.”

نوموړي د ځينو داسې راپورونو خپرېدل چې ګنې د ولسمشر لومړي مرستيال مهمې ناستې تحريم کړې، رد کړل او ويې ويل: “دغه خبر کوم بنسټ نه لري، تر اوسه پورې يواځې خپه دى، خو که چېرې د ترک قوم دغو غوښتنو ته لاسرسى ونه شي، نو له هر کاره به ګټه واخلي او وروستى مسووليت چې حکومت به له څه ډول غبرګون سره مخامخ شي، په خپله د هغو کسانو په غاړه وي چې د معاون صيب غوښتنو ته يې لاسرسى نه دى کړى.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *