بغلان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري
د افغانستان شمالي بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د وسله والو مخالفانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري. دوی وايي د کږلېچونو او خړې هوا له کبله افغان ځواکونه له سیمې د مخالفانو پر شړل کېدو نه دي توانېدلي.
د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، له اتو ورځو عملیاتو وروسته، دا چې د جګړې سیمه غرنۍ او هلته لړه ده، افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګ توان ونه موند.
دی وايي، دا مهال امنیتي ځواکونه له وسله والو مخالفانو سره په جګړې بوخت دي چې په وینا یې تر څو ساعتونو پورې به ډنډ شهاب الدین سیمې ته ورسېږي.
په دې سیمه کې مخالفو وسله والو ځانونه ټینګ کړي دي.
که څه هم رپوټونه وايي هلته د برېښنا پایې د مخالفانو له لوري ویجاړې شوې، خو طالبانو څو ځلې ویلي، چې دوی د برېښنا له پایو سره هېڅ کار نه لري او نه د دوی کسانو دا پایې ویجاړې کړې دي.
له وسله والو مخالفانو د ډنډ غوري سیمې د پاکولو لپاره د عملیاتو امر د ولسمشر له خوا د سلواغې پر شپږمه وشو.
Image caption که څه هم رپوټونه وايي هلته د برېښنا پایې د مخالفانو له لوري ویجاړې شوې، خو طالبانو څو ځلې ویلي، چې دوی د برېښنا له پایو سره هېڅ کار نه لري او نه د دوی کسانو دا پایې ویجاړې کړې دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د جګړې د دوام او له ازبکستان نه د وارداتي برېښنا د پایو د تخریب له کبله د کابل او ځینو نورو سیمو وګړي له سمې برېښنا محروم دي.