د امریکا په انتخاباتو کې د مسلمانانو ونډه
د لاس انجلس د اورنج سیمې په اسلامي مرکز کې مسلمانان راغونډ او د اسلامي تعلیماتو د یو ځايي مدرس خطبې ته غوږ دي.
مسلمانان په سیاسي لحاظ بیلابیل نظرونه لري، خو زیاتوي چې ټول مسلمانان له هغو مشاجرو او ویره رامنځته کونکو خبرو ستړي شوي چې ډیر کاندیدان یې تکراروي.
دغه مدرس نه غواړي چې د کاندیدانو نومونه واخلي، خو هغه د جمهوري غوښتونکي مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ او د هغو نورو په اړه یې خبرې وي چې د مسلمانانو په اړه یې شکونه څرګند کړی دي.
په جومات کي له خلکو نه غوښتنه نه شوي ده چي د رایې ورکولو لپاره ځانونه ثبت کړ او هغوی ځانونه ثبتوي.
له جومات سره په نښلیدلي یوه ښوونځي کې راتلونکو رایه ورکونکو یعنې ماشومانو ته د مدني ټولنې په هکله معلومات ورکول کیږي..
د اورنج د سرې میاشتې د ښوونځي مرستیاله لیلا داخلباب وايي “زمونږ زده کوونکي د نړۍ د دوه دیرشو هیوادونو استازیتوب کوي. د هغوی تر منځ یوازینی ګډ شی دادی چې هغوی مسلمانان دي. خو مونږ له ټولو وګړو سره په ګډه پر ډموکراسۍ او آزادۍ بارو لرو.”
د لاس انجلس د افریقايي توکمو امریکايانو په یو ګاونډ کې په یو بل اسلامي ښوونځي کې زده کوونکي عربي او مدني فعالیتونه زده کوي.
د اصلاح د اکاډمۍ مدیره عزیزه علي ریګان وايي د شخصیت جوړول او د مشرتابه لارې چارې او دا چې له دغو مهارتونو نه په ټولنه او نړۍ کې د بدلون راوستلو لپاره څرنګه استفاده وشي.
د امریکايي مسلمانانو له دریو برخو نه دوه یې مهاجر دي.
اردني مهاجر حاتم بندکجي وايي “مونږ په خپله خوښه تابعیت منلی دی. مونږ غوښتل چې دلته واوسو او ددې ټولنې خدمت وکړو، ځکه چې دا یو ښه هیواد دی او مونږ ته یې دروازې پرانستلي.”
له لاس انجلس سره نږدې، د مسلمانانو د ټولنې یو فعال د بې وزلو لپاره د تنظیفاتو کڅوړې برابروي. هغه هم د ډانلډ ټرمپ په اړه اندیښمن دی.
د یوي خیریه موسسي کارکوونکی عمر حکیم وویل چې ټرمپ هغوی دېته وهڅول چې خپل ځان څرګند کړي او وښيي چې رښتینې ډموکراسي څه ده. هغه زیاته کړه چې سږ کال غواړي چې رایه ورکړي او د رايې ورکونکو د فیصدۍ په زیاتیدلو سره وکولی شو خپل غږ اوچت کړو.
د کلیفورنیا، الینای او نیویارک په ایالتونو کې ډیر مسلمانان ژوند کوي، خو سیاسي شننونکي وايي چې مسلمان رایه ورکوونکي ښايي د فلوریډا، اوهایو، ویرجنیا او پنسلوانیا په څیر په هغو ایالتونو کې تر ټولو زیاته اغیزه ولري چې دواړه ګوندونه پکې مساوي ملاتړ لري.