امنیتي چارواکي وایي، لومړنۍ پلټنې ښیي، چې دغو پولیسو د ولسوالۍ له امنیه قومندان سره له لفظي شخړې وروسته، خپلې دندې پریښي. امنیتي چارواکي وایي، لومړنۍ پلټنې ښیي، چې دغو پولیسو د ولسوالۍ له امنیه قومندان سره له لفظي شخړې وروسته، خپلې دندې پریښي.

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې دغه شمیر پولیسو د ارزګان ولایت د دهراود د ولسوالۍ د امنیه قوماندان محمد نبي سره د اختلاف له امله خپلې دندې پریښي او له سیمې تللي دي263748.

دا چارواکي وایي، چې ۸۰ تنه پولیس د دهراود ولسوالۍ د زرتالي سیمه کې په ۷ امنیتي پوستو کې د ولایت د مرکز ترینکوټ او د دهراود ولسوالۍ د لويې لارې د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود.

د ارزګان ولایت د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، دا پوليس دم ګړۍ د ارزګان د ولایت په مرکز ترینکوټ کې دیره دي او د ولایت امنیې قوماندانۍ د دې ستونزې د څرنګوالې په اړه تحقیقات پيل کړي دي .

د ارزګان ولایت د امنیت امر وویل، لومړنۍ پلټنې ښیي، چې دغو پولیسو د ولسوالۍ له امنیه قومندان سره له لفظي شخړې وروسته، خپلې دندې پریښي دي.

د ارزګان د امنیې قومندانۍ یو چارواکي وويل، د ترینکوټ او دهراود ترمنځ د لويې لاري پر سر د امنیتي پوستو قومندان څارمن دادګل ادعا کړې، چې د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان سر څارمن محمد نبي يې سپکاوی کړی او په غبرګون کې يې نوموړي له خپلو ۸۰ پوليسو سره د دغې لارې ټولې پوستې خوشې کړي او د ولایت مرکز ترینکوټ ته تللي دي .

دغه چارواکی د نوم له ښودلو یې ډډه کوله وویل”لومړنۍ پلټنې ښيي چې د ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نبي د دې لارې پر سر د اقتصادي ګټو پر سر د پوليسو له منصبدار څارمن دادګل سره لانجه کړې، خو تحقیقات به دا هر څه روښانه کړي”.

دهراود د ارزګان له نا امنه ولسوالیو څخه یوه ده. د ځايي اوسیدونکو په وینا دا لومړی ځل دی چې په لوی شمیر پوليسو په کې خپلې دندې پریښي دي.

که څه هم د پوليسو د خپل منځي اختلافاتو له کبله دا د خپل ډول لمړنی پېښه ده خو په عمومي ډول پوځي کارپوهان دا کار د نظامي قطعاتو په منځ کې د همږغۍ د نه شتون زیږنده بولي.

تیره میاشت په ارزګان ولایت کې دوه داخلي بریدونه شوي چې په ترځ کې يې ۲۰ تنه پوليس د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *