په قطر کی تیره اونی د وسله والو طالبانو استازیو په یوه غونده کی گدون کری وو او په افغانستان کی یی د سولی په هکله خبری وکر13940215000205_PhotoJی طالبانو په دی ناسته کی چی رسمیت یی نه درلود د پخلاینی خبرو د پر مخ بیولو لپاره یی خینی شرطونه وراندی کرل په دی توپیر سره چی د تیر په پرتله ددوی د شرطونو کچه لوره وه له دی سره طالبانو ویلی چی په افغانستان کی د بهرنیو خواکونو د شتون په هکله دوی په خپله له امریکایانو سره خبری کوی دوی په دی دول خینی شرطونه وراندی کری: په قطر کی په رسمیت ددوی دفتر پیژندل د ملگرو ملتونو له تور نوم لر خخه دده د مشرانو د نمونو ایستل ددوی پر مشرانو د جایزو لری کول د بندی طالبانو خوشی کول او ددوی پر وراندی د تبلیغاتو بندل دی

طالبانو دا ځل څه ناڅه ډيرې غوښتنې درلودې او د خپلو شرطونو شمیره یې لوړه کړې وه. هغه ټکې چې مخکې له دې دوی پرې ټینګار کاوه په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه او له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل وو خو دا ځل دوی د خپلو شرطونو شمیره لوړه کړې وه. د طالبانو له لوري د شرطونو ډیرښت څو لاملونه لري، له یوې خوا په دې وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړل شوی چې طالبان څه ناڅه پکې برلاسې هم وو، وسله وال طالبانو د هیواد په ډيریو ولایتونو کې شتون لري او د خپل فعالیت لمن یې پراخه کړې ده له دې مهمه پیښه د کندز ولایت نیول او تر څو ورځو له دوی سره یې پاتیکیدل وه. دې ته په کتو سره د دولت رول کمزوری ښکاریده د ملي یوالي حکومت څرنګه چې یې رامنځ ته کیدل له ستونزو ډک وو حیات یې هم تر اوسه له ډیریو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوی دی. یادې ستونزې او د ملي یوالې حکومت په دننه کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د کمزوری دریځ د غوره کولو لاملونه دي. په داسې حالاتو کې طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې روان حالات ددوی په ګته دي او د هغه څیړنو او څرګندونو پر خلاف چې مخکې له دې کیدې په هغه ډول په هیواد او سیمه کې روان حالات په خپل زیان نه بولي. حتی که چیرې یو کال وړاندې داسې انګرل کیده خو وروستیو میاشتو حالاتو ددوی لپاره ډاډمنه فضا رامڼځ ته کړې ده.

له بلې خوا، داسې ښکاري د شرطونو وړاندې کول چې په خپله یوې هوکړې ته د رسیدو په لاره کې خنډونه رامنځ ته کوي او ددې تر شا نورې جرړې هم لري. د لویدیځو هیوادونو د لویو پلانونو او پخلاینې خبرو په ستراتیژیکو کې تر نژدې راتلونکې د افغانستان ستونزې د هواری په هکله کوم پلان شتون نلري. تجربو او دودیزو کړنو دا ښودلې کله چې افغانان د خبرو په میز سره کښینې تر ډيره امکان لري چې له خپلو غوښتنو تیر شي او کیدای شي یوې هوکړې ته سره ورسیږي. له بلې خوا تل ټینګار شوی چې د وسله والو طالبانو په ګدون د دولت ټول مخالفین د خپلو بهرنیو لاریښونکو پر اشارې کار کوي او ددوی په خوښه تګلارې رامنځ ته کوي. داسې لیدل کیږي چې په دې برخه کې هم ځيینو اشارو شتون درلود او طالبان د ډير امتیاز تر لاسه کیدو ته هڅول کیږي.

د قطر په ناسته کې یوه بله مسله هم یاده شوه. طالبانو ویلي: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله په خپله له امریکا سره خبرې کوي. د طالبانو دا موضوع افغان دولت باید ډیره جدي ونیسي، دا ډول د ګام پورته کونه افغان حکومت څنډې ته کوي ملي ګتو او خپلواکۍ ته ډير زیان رسوي. طالبانو په دې سره غواړي چې په رسمیت د قطر دفتر په پیژندلو سره په نیغه توګه افغان حکومت په نښه کړي. که چیرې افغان حکومت دا نغواړي چې څنډې ته شي او ددوی پر وړاندې لویې پریکړې د نورو له لوري ونشي باید په ډې برخه کې جدي ګام پورته کړي او له دې لومې ځان وباسي.

له دې سره چې شواهد او په تیرو کې خبرې او ناستې ددې ښکارندويي کوي چې طالبانو په تیرو وختونو کې هم هغه مهال په خبرو کې ګډون کړی کله چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یې بریدونو او نښتو ته زور ورکړی دی. ددې ډول پیښو څخه د موسی قلعه سیمه بیلګه ګرځولی شو چې په دوه زره نهم کال کې رامنځ ته شوې ده بله بیلګه یې هم د روسانو او طالبانو ترمنځ اړیکه ده چې په هکله یې په دې وروستیو کې ضمیر کابلوف مالومات ورکړي وو او پر وړاندې یې بیلا بیلو ډوله غبرګونونه هم را وپاریدل. له دې مسایلو سربیره د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کیدای شي په افغاسنتان کې د امریکایي ځواکونو شتون په هکله یوې هوکړې ته د رسیدو په مانا وي. دا په دې مانا ده چې طالبان نور هغه پخواني طالبان ندي او ددوی په تګلارو او غوښتنو کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي دي اوس طالبانو غواړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله له امریکا سره خبرې وکړي او دا هم شونې ده چې پّ هیواد کې د امریکایي ځواکونو په هکله دواړه خواوې یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

د قطر ناسته په داسی حال کي په لاره اچول شوی چي په افغانستان کي د سولی د تینگشت لپاره د امریکا په گدون د سیمی خینی هیوادونه د نقشی او خرنگوالی په رامنخ ته کولو بوخت دی او تاکل شوی د دلوی میاشتی په اولسمه نیته په اسلامی آباد کی د خلور ارخیزی ناستی دریم پراو پیل شی دا هغه ناسته ده چی تاکل شوی د خبرو پلان رامنخ ته کری خو له لاسته راورنو داسی شکاری چی دا دول ناستی به د پخلاینی په تینگشت کی بی اغیزی وی او هیخ دول هیله مندی شتون نلری خکه چی اوس هم په افغانستان کی سیمه ایز او لری پراته هیوادونه د خپلو موخو په لته کی دی دي موخي دافغانستان لپاره تیاري ورخي وراندي رامنخ ته کری چی د پای ته رسیدو وخت یی هم ندی مالوم

له شک پرته د لارې هغه نقشه چې ټاکل شوې په افغانستان کې د څلور اړخیزې ناستې له لوري رامنځ ته کړل شي له دې سره چې ددې ناستو ځینې هییلې رامنځ ته کړي خو ډیری کسان په دې آند دي چې دا وړی به هم شړۍ نشي. هغه څه چې له دې خبرو اترو هیله کیدای شي او دا شونتیا یې رامنځ ته کړي چې په دې سره به د خبرو ځینو برخو ته لاره هواره شي دا ده چې دا ناستې به تر یوې کچې وکولای شي ترځو د افغانستان په هکله د سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو تګلارو او سیاستونو کې څه ناڅه انډول رامنځ ته کړي او تر یوې کچې دا هیوادونه په یوه لاره برابر کړي. که چیرې داسې وشي نو په افغانستان کې به هم د سولې او امنیت رامنځ ته کولو ته لاره هواره شي، خو تر اوسه دا ډول شین څراغ ندی لیدل شوی. څلور اړخیزې ناستې په تیرو دوه پړاونو کې چې په اسلام اباد او کابل کې تر سره شوې دا په ډاګه کړه چې تر اوسه د باور او اعتبار د رامنځ ته کیدو په لاره کې ډیری خنډونه پراته دي او یوې هوکړې ته رسیدو لپاره اوږده لاره په مخ کې شتون لري. همدارنګه په دې ناستو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو ته نغوته نده شوې چې دا هم لویه نیمګړتیا شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *