د عربستان پر یوه جومات برید ۳ کسان وژل شوي
د عربستان پر یوه جومات برید ۳ کسان وژل شويبرید د عربستان په ختیځ کې د امام رضا جومات کې په ډزو کې لږ ترلږه درې لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
یو شمېر نور هم د احسا ښار په دې جومات کې ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، په جومات کې شته کسانو د بریدګر مخه ونیوله چې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزوي.
امنیتي ځواکونو په بېړه د جومات شاوخوا کلابنده کړه.
په تېر میلادي کال کې په عربستان کې څو ځلې پر جوماتونو بریدونه شوي ووچې مسوولیت یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخيستې وو. دا جوماتونه د شیعه ګانو وو.