د بشار اسد استازو ددې هیواد له ځانګړې استازي دمستوراسره لیدلي او ویل شوي چې د مخالفو ډلو ډیری مشران د جینو په لور چې ټاکل شوې ناسته پکې تر سره شي روان شوي دي

د بشارالاسد مخالفو وسله والو ډلو ګواښ کړی چې د سوریې کړکېچ د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملت131109151142_syrian_opposition_640x360_gettyimagesونو لخوا په جینیوا کې د جمعې په ورځ پیلېدونکو خبرو کې ګډون نه کوي.

د مخالفو ډلو مشرانو ویلي د هغوی استازي تر هغه د سویس خبرو ته نه ځي، ترڅو چې د سوریې کلابندو یا بمبارۍ لاندې وګړو د وضعیت ښه کېدو لپاره ګامونه پورته نه شي.

خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډیمسټورا د سوریې له حکومت سره مخامخ خبرو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې په تېرو پنځو کلنو کې تر ۲۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *