د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د اروپايي ټولنې پلاوی به د دغه وزارت له وزیر سره په لیدنه کې په بېلا بېلو مهمو مسایلو خبرې اترې وکړي.

دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل کې وویل، چې په دې لیدنه کې به اروپايي هېوادونو ته د ورغلو افغان کډوالو د ستونزو، د اروپايي ټولنې او افغان حکومت تر منځ د هوکړه لیک د جزییاتو او د روان کال په اکټوبر میاشت کې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او افغان پلاوي تر منځ د جوړېدونکې غونډې د چمتووالي خبرې او بحث وکړي.

د میاخېل87A07E0D-FF03-44A5-9521-0895B305C7B5_w640_r1_s په خبره، په دې غونډه کې به د اروپايي ټولنې پلاوی او په افغانستان کې د دې ټولنې سفیر د ګډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت وزیر سید حسین عالمي بلخي سره خبرې وکړي.

دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مسول زیاته کړه، چې مخکې داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې ګواکې اروپایي هېوادونه غواړي، افغان پنا غوښتونکي له خپلې خاورې وباسي.

میاخېل وايي، چې د وزارت مشرتابه هڅه وکړه، چې له دې پلاوې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې له مخې به یې اروپا ته د ورغلو افغانانو ستونزې حل شي.

د معلوماتو له مخې د ګدوالو چارو وزارت د اروپايي ټولنې له ۱۲ هېوادونو سره هوکړه لیکونه لري، چې د اړوندو هېوادونو او افغان چارواکو تر منځ لاسلیک شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *