دامريکا متحده ايالات نيت لري د لومړۍ ځل د پاره په روان ميلادې کال کې جنوبي کوريا ته نوې ډول ضربتي بې پيلوته الوتکې (Gray Eagle MQ-1C), چې د کشفي معلوماتو تر څنګ کولای شي توغندي هم وتوغوي ليږدوي. دامطلب د چهارشنبي په ورځ د جنوبي کوريا ورځپاڼې «چوسون ايلبو» د امريکايي پو ځي سر چيني له قوله ور کړی دي.

جنوبي کوريا ته د دغو نويو بې پيلوټه الوتکو د ليږلو پلان، چې د تخنيکي او تکتکي او صافو له کبله تر نورو بې پيلوټه الوتکو غوره دي او همدا اوس په افغانستان او عراق کې کارول کيږي، ښايي د جولاي او ياهم د ۲۰۱۶ کال په ورستيو کې عملي شي. دغه الوتکې د شپي په دوربینونو سنبال دي او کولای شي تر ۳۰ ساعتونو پورې پرواز وکړي. دغه الوتکې به د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ په حايلي او غيري پوځي سيمو کې څارنه کوي. — دامطلب ورځپاڼې ور کړی دي.

د ورځپاڼې په قول د امريکا متحد ايالات او جنوبي کوريا د نوي بې پيلوټو الوتکو پر مټ کولای شي پر هليکوپترو او ټانکونو د اتو کيلومترو په واټن ډزي وکړي، او هغه له منځه يوسي پر دې اساس هره الوټکه د « Hellfire »پر څلوروټانک ضد توغنديو، او څلورو GBU-44/B د قيق هدف ويشتونکې بمونو سنباله ده. او کيدای شي په « استینگر» توغندي «له هوانه هواته» هم سنباله شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *