د سوري دولت وسله والو مخالفينو د خبرو اترو پيليدو لپC5E4DE5D-4E09-4588-B102-426F0FB325D4_w640_r1_sاره شرطونه وړاندې کړي دي په داسي حال کي چي ددې هيواد لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي ويلي تر راتلونکو څلورو ورځو به دا خبري اتري پيل شي

له دي سره ده ويلي په دې غونډه کي د گډون کونکو د نوم لړ او دوی ته د بلن ليکونو په چمتو کولو بوخت دي

ټاکل شوې وه چې د سوریې په هکله ناسته تیره ورخ یعني د جنورۍ میاشتې به پنځه ویشتمه نیټه پیل وې وی خو په دې غونډه کې د ګډون کونکو د نوم لړ نه چمتو کیدو له امله دا ناسته وځنډیده.

همدارنګه له دولت سره د خبرو په موخه له وسله والو مخالفینو رامنځ ته کیمټې ویلي، ترڅو چې په دې هیواد کې د روسیې هوایي او د توغندیو بریدونه نه وي درول شوي، د سیمې کلابندي پای ته نه وي رسیدلې د خبرو اترو شونتیا نه لیدل کیږي. بله خوا د دې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټیفن دیمیستورا ویلي، دا ناسته به د جمعې په ورځ د جنورۍ میاشتې په نهه ویشتمه نیټه پیل شي.

ده د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ویلي: په سوریه کې له ښکیلو خواوو سره په خبرو بوخت دی. او اوس مهال په هغه نوم لړ کار کوي چې ټاکل شوې په دې ناسته کې ګډون وکړي او دوی ته بلن لیکونه چمتو کوي ده ویلي د تیرې ناستې څخه په تجربې سره له ښکیلو خواوو سره په اړیکه کې دی او په دې هکله یې مشورې پیل کړې دي.

استيفن دمستورا – ” په بیلاو بیلو پلازمینو کې خبرې روانې دي له دې سره د سرګي لاوروف او جان کري په ګدون د سیمې هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره اریکې دوام لري زه د هغه ګواښ په هکله چې د جینو په دوهمه ناسته کې رامنځ ته شو مالومات لرم. نو له دې مخې د بلن لیکونو په استولو کې له احتیاطه کار اخلم مونږ باید د جنیو دوهمې ناستې تیروتنې بیا تکرار نکړو.”

دمستورا د سوریې لپاره دملګرو ملتونو دریم استازی دی دډې هیواد هیواد لپاره دوه مخکینیو استازو د ناکامۍ له امله له خپلو دندو لاس اخستی دی. ده په جینو کې خبریالانو ته وویل: په لومړیو شپږو میاشتو کې به پّ غیر مستقیم ډول خبرې دوام ولري او په دې خبرو کې به د اوربند او سیاسي حل لارو په هکله خبرې وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *