د اروزګان یوې پوستې لس پولیس په ناڅرګند ډول وژل شوي

په اروزګان ولايت کې د يوې امنيتي پوستې لس پوليس د يوه بل پوليس په مرسته طالبانو وژلي دي81620718-6474604.

د ولسوالۍ د تورې ګارې سيمه په پوسته کې ټول ١٢ پوليس وو، خو يوه يې له وسله والو طالبانو سره لاس درلود.

تېره شپه وسله وال طالبان راغلي او د خپل پوليس ملګري په مرسته يې د پوستې د قوماندان زين الله په ګډون يې ١٠ پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.

د ولسوال په وينا، کېداى شي دغه پوليس لومړى مسموم او بيا وژل شوي وي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *