پاکستاني پولیسو په پېښور ښار کې لسګونه افغانان نیولي
د پاکستان پوليسو په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ٥٥ افغانان نيولي دي.
پاکستاني رسنيو د سلواغې په ٥مه خبر ورکړى چې ياد افغانان پرون د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور ښار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې امنيتي ځواکونو د پېښور ښار اړوند په کارخانو مارکېټ، اشنغرۍ او قاضي کلي کې چاڼيز عمليات کړي او د ٥٥ افغانانو په ګډون يې ١٥٩ شکمن کسان نيولي دي.
راپورونه وايي چې ياد افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو او په ځينو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نيولي او اوس تر پلټنو لاندې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا د نيولو او له پولې د را اړولو لړۍ چټکه شوې ده.
دا کار وروسته له هغه پيل شوی چې په پېښور ښار او چارسده کې ډله ييزو بريدونو او چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.