د افغانستان په اړه د قطر د غونډې یو ګډونوال وایي، چې د وسله والو طالبانو استازو نه یواځې له ملي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی، بلکې نورو ملي جوړښتونو سره به هم مرسته کوي.

طالبانو دغه ژمنه د پګواش نړیوالې موسسې له خوا په قطر کې دافغان سولې په اړه جوړه شوې ناسته کې کړې ده.

په دې ناسته کې د وسله والو طالبانو د استازو ترڅنګ، د افغانستان ځېنو سیاستوالو، وکیلانو او د مدني ټولنې غړیو هم برخه اخیستې وه. خو دافغانستان د دولت استازو په دې غونډه کې برخه نه ده اخیستې، بلکې مخالفت یې کړی دی.

د دې غونډې یوه ګډونوال د کاباغاجانل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې د سلواغې په ۴مه، د شپې ناوخته لیکلي چې د غونډې په دويمه ورځ طالبانو دا ومنله چې له ملي پروژو، ښوونځیو او د روغتیا له مراکزو او اړونده کارکوونکو سره به د ملي جوړښتونو په توګه برخورد کیږي.

د هغه په وینا، طالبانو ویلي، دوی به د دغو پروژو مخه نه نیسي ، بلکې مرسته به ورسره کوي، ترڅو د افغان ولس سره مرسته وشي چې د سواد کچه لوړه شي او روغتیا پالنه وشي.

ځلاند ویلي : ((پرون مو په ډیرو کلکو ټکو جګړه وغندله، د سولې په راتګ د ټولو خواو په ټینګار سره دا خبره راغبرګه کړه چې ان شا الله سم لور ته روان یو.))

د نوموړي په وینا، پرون خبرو ډیر مثبت پیغام ځان سره درلود او نن پر ملکي تلفاتو، بشر حقونو، ځوانانو او میرمنو حقوقو باندې خبرې وشوي.

هغه وایي، د قطر بحث یو لوی مثبت ګام دی چې د سولې مړاوي هیلې یې را ژوندۍ کړي.

تر دې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې لپاره باید له دوی سره نېغ په نېغه خبرې وشي.

طالبانو ویلي: ((د هېواد نږدې څلوېښتو کلونو ناخوالو اساسي لامل بهرنۍ لاسوهنې، یرغلونه او د داخلي واکمنو خود خواهي او بې کفایتي ده.))

دوی زیاته کړې، چې جګړه د مجبورۍ له امله کوي، دا یې اختیار نه دیاو تر هغه به دوام ورکړي، چې بهرني ځواکونو له افغانستانه ووځي.

طالبانو ویلي، چې د سولې لپاره باید لومړی هغه مقدماتي ګامونه پورته شي چې له هغو پرته د سولې پر لور حرکت نه شي کېدی.

په بيانيه کې راغلي، طالبانو لپاره رسمي ادرس، تور او جایزه يي لېستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس پر سرېدل د سولې مقدماتي اړتیاوې دي.

طالبانو ویلي، هغه ستونزې چې په بهرنیانو پورې تړاو لري؛ باید د طالبانو او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ مخامخ وڅېړل شي او کوم ټکي چې خپله تر افغانانو پورې تړاو لري، طالبان باور لري چې افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري.

د افغانستان سولې عالي شورا نه یوازې د وسله والو طالبانو له شرطونو سره مخالفت نه کوي، بلکې وایي چې دوی ورسره ستونزې هم نه لری.

د سولې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد رسنیو ته ویلي، دوی د طالبانو شرطونو سره څه ستونزه نه لري، ځکه چې اکثره شرطونه یې بهرنیانو ته ایښي دي.

هغه زیاته کړې:((موږ پخوا هم دطالبانو دا غوښتنه منلې وه، چې بندیان یې خوشي او د مشرانونومونه یې له تور نوملړ څخه وویستل شي.))

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *