حضرت مسیح (ع) او ددوی د ریښتینې پلویانو تمه

د نوي مسیحي کال د حضرت عیسی ع له زوکړې سره سمون لري او له دې کلیزې په داسې حال کې نمانځنه تر سره شوې چې د نړۍ ډيری سیمې په ځانګړې توګه شریعت در مسیحیت - بخش اول-shia muslim-786د اسلام میشته سیمې د مسیحیانو له لوري له ستونزو سره مخ شوي دي. که په ریښتینې توګه دا کسان د حضرت مسیح ع له زدکړو سله آشنا وی نو نن به نړۍ په دې حال کې نه وه! نو له دې مخې له حضرت مسیح او ددوی له پلویانو تمې په هکله د امام خمنه اي فکري منظومه په ډې ډول ده.

د حضرت مسیح رسالت

حضرت مسیح د الله ج کلمه (کلمه الله) او د خدای ج ستر پیغمبر او پر معجزو سنباله معجزه وه. دوی د الهی دعوت او له ظلماتو شرک او کفر څخه د بشر د ژغورنې او دوی ته د معرفت، عدل، او د پرودګار عبودیت ته د خلکو د را بللو په موخه را استول شوی وو او د انسانانو ترمنځ یې خپله دنده په ښه توګه تر سره کړه.

حضرت مسیح ع د مسلمانانو له نظره

امام خامنه اي د حضرت مسیح ع په هکله وایي: د مسلمانانو پر اند د حضرت مسیح ع ارزښت، د مسیحیانو ترمنځ ددوی حضرت ارزشت لږ ندی او د مسلمانانو لپاره هم دا ستر پیغمبر همدومره ارزشت او قدر لري کوم چې مسیحیانو ته یې لري. دا ستر الهي پیغمبر، خپل ټول ژوند په مجاهدت تیر کړ ترڅو وکولای شي د هغه کسانو پر وړاندې ودریږي کوم چې پر خلکو یې د زر او زور له لارې تیری کاوه او خلک یې د ناپوهې په زنځیرونو تړلي وو او په دونیا او آخرت کې یې دوی د جهنم په لور بیول. دا ستر پیغمبر له ماشومتوب څخه چې هماغه مهال څښتن تعالی دوی په پیغبری وټاکه ډيرې ځوریدونې یې وزغملې او ددوی ځوریدنې ټولې په همدي لاره وي.

د حضرت مسیح زمانې او اوسنیو طاغوتي ځواکونو ورته والی

حضرت مسیح، چې د خلکو لپاره د لارې ښونکی او د انسانانو د خوښو رامنځ ته کونکی وو خلک د یوه الهي په لور را بلل. خلک یې د هوا هوس له لارو ژوغورل او هڅه یې کوله تر څو د انسان روح له پاکیو وژغوري. طاغوتي ځواکونه چې فاسد وو او له زر او زور څخه یې کار اخست او ددې برخو بندګان وو پر الهي رسو ل یې تورون پورې کړل او دده د له منځه وړلو پریکړه یې وکړه او کله چې څښتن تعالی دوی ته د امن او ساتنې په غیږ کې ځای ورکړ، دده پلویان یې تر کلونو له څور او ظلم سره مخ کړل. ترڅو هغه زدکړې چې دې ستر پیغمبر خپلو پلویانو ته ورکړې وي ترڅو دوی له ظلم او بې عدالتی څخه وژغورل شي له هیره وباسي چې به ډې سره به دوی په ډيرې هوساینې سره وکولای شي پر مسیحیانو فشار راوړي.

هغه کسان چې په خپله فاسد ظالم هوسبازه او جګړه ماران او خلکو ته د فریب ورکونکي وو نشو یې کولای ترڅو د دې پیغمبر او خدای ج ښوول شوې لاره خپله کړې او یې زغمي. په اوسني وخت کې هم داسې کسان شتون لري چې دوی ته د الهي دین د زغملو وړ ندی.

د حضرت مسیح ع له ریښتینو پلویانو تمه

امام خامنه اي د حضرت مسیح له پلویانو څخه د تمې په هکله په ډې آند دی چې دوی باید د داسې ځانګړتیاوو او خصوصیاتو څخه برخمن وي چې له ریښتنې مسیحیانو څخه وشمیرل شي چې په لاندې ډول ورته نغوته شوې ده.

دا تمه ده چې د حضرت مسیح پلویان او تول هغه کسان چې ددوی بزرګواره له عظمت او معنویت څخه برخمن دي په ډې لاره کې ددوی په لارښونو پل کیږدي.

ننی بشر تر ډيره د هغه زدکړو تر لاسه کولو ته اړتیا لري او اسلام چې په بشپړه توګه د مسیح دود دی، خیر اوخیر او صلاح یې د خپلو کمالاتو په لومړیو کې ځای کړې ده. بشر د طبعيت له مخې چې څښتن تعالی یې په خپل علم او برکت سره ځانګړې خوند ورکړی او بشر لاس رسی ورته لري، بشر د ځانګړو موخو په هکله په دې لاره ګام پورته کوي او دا برخې د الهي ادیانو دنده نوره هم ډیروي. قدرتونه او ځواکونه چې د مسیحیت تر پوښښ لاندې په سیمو او خلکو واکمني لري او د حضرت مسیح له زدکړو او تعالیمو بې برخي دي، د ځمکې پر سر پر اوسیدونکو یې کړۍ راتنګه کړې او پر دوی له هیڅ دول ظلم او تیري څخه ډډه نکوي. اوس مونږ د نړۍ په بیلاو بیلو برخو کې په ښه توګه دا ډول نښې لیدلی شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *