طالبانو او د جندالله ډلې چې له داعش ته یې بیعت کړی، د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

پاکستاني پولیس او چارواکي وايي چې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

برید د پاکستان په جنوب د کوټې په ښار کې د پولیو یا گوزڼ د ناروغۍ د واکسین کولو په یو مرکز کې شوی دی.

ډاکټرانو ویلي دي چې په زخمیانو کې د پنځو تنو حالت خرابه دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر زیا ت شي.

ځانمرګي د پولیسو هغه ګاډي په نښه کړ چې د پولیو د واکسین کوونکو د امنیت ساتلو لپاره ورغلی و.

د پاکستان په کلیوالو سیمو کې دیني ډلي د پولیو ضد مبارزه د لویدیځ یوه دسیسه بولي چې غواړي مسلمانان شنډ- چې ښځې ماشومان ونه زیږوي- کړي او اسلامي مبارزین هغه د جاسوسۍ یوه جبهه گڼي.

د ولایت حکومتي ویاند انورالحق کاکړ وایي چې دا حملې به د واکسین کولو هلي ځلي ونه ځنډوي.

هغه وویل ” زه د بلوچستان د حکومت له خوا، د بلوچستان د اعلی وزیر له خوا غواړم ټول ولایت او ټول هيواد ته دا ډاډ ورکړم چې مونږ به په دې جگړه کې، په هر ډول شرایطو کې یو گام لا شاته وانه خلو. د پولیو په ضد مبارزه به په دې ولایت کې بېله ځنډه روانه وي. موږ به هغه د خپلو منابعو په زیاتيدو سره نوره هم چټکه کړو.”

دا حمله د کوټي په ښار کې شوې ده او چارواکي وایي چې زیاتره وژل شوي کسان امنیتي کارکونکي دي.

دواړو د پاکستاني طالبانو غورځنګ او جندالله ډلې دعوه کړې چې برید دوی کړی دی.

جندالله چې له طالبانو سره اړیکې لري، د اسلامي دولت له ډلې داعش ته یې هم بیعت کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *