تیره ورخ د بغداد په اتیا کیلو متری کې د مقدادیې ښار یوه هوتل مخې ته چاودنه رامنځ ته شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي. د داعش وسله والې ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.

له دې سره دې ډلې منلې چې د جوهره پر سوداګریزې ټولنې برید هم دوی تر سره کړی دی. په دریو میاشو کې په عراق کې دا تر ټولو خونړي بریدونه ښودل شوي او 364609-yemen-1433716684-685-640x480په داسې حال کې تر سره شوي چې په دې وروستیو کې عراقي څواکونو له داعش څخه د رمادي ښآر په نیولو سره دوی ته لویه ماته ورکړې ده. همدارنګه امریکایي ځواکونو خبر ورکړی چې ددوی الوتکو په موصل ښار کې د داعش پر بانک برید کړی او له منځه یې وړی دی سي ان ان ویلي داعش له دې بانک څخه خپلو وسله والو ته د معاش ورکولو په توګه کار اخیست.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *