له میاشتو وروسته په تیرو دوه اونیو کې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر پوله ایزو سیمو ې د توغندیو بریدونه پیل کړي دي. په دې موده کې د ننګرهار ګوشته او لعل پور سیمې د پاکستاني پوځیانو تر توغندیو لاندې راوستل شوې. او په دې موده کې تر درې سوه توغهندیا-660x330ندي په دې سیمو توغول شوي دي. پاکستان په تیرو کلونو کې پر له پسې له دې هیواد ګډې پولې ته نژدې پر افغان سیمو د توغندیو بریدونه تر سره کړي دي چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه اوښتې خو تر اوسه د پاکستان له لوري د توغندیو د توغولو د دریدو په برخه کې د افغان حکومت هڅو کومه نتیجه نده ورکړې او افغان حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی دی. ددې دول په وروستۍ پیښې په هکله افغان حکومت ویلي: چې په دې هکله به د امنیت شورا ته شکایت کوي. خو تر اوسه هم په دې هکله پریکړه نده شوې او نه هم افغان حکومت کوم ګټور ګام پورته کړی دی. د افغان حکومت ډیره هیله د پاکستاني پوځیانو ته وه افغان حکومت تل د افغانستان ناټو افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شویو تړون لیکونو ته نغوته کړې ده هغه تړون لیکونو ته چې بهرني یرغل پر وړاندې به افغانستانه دفاع کوي  خو تر اوسه هم داسې یوه کوچونۍ پیښه نده لیدل شوي چې د ناټو او امریکا په ګډون هغه هیواد د د پآکستان پر وړاندې له افغانستان څخه دفاع کړې وي کوم چې له افغاسنتان سره یې تړون لیکونه لاسلیک کړي دي.

پآکستان تل د لویدیځوهیوادونو ستراتیژیک ملګری هیواد دی او تاکل شوې ددوی ترمنځ پّ سیمه ایزو پروژو کې ډيره همکاري وکړي دا ښکاره خبره ده چې هیځ یو اړخ نغواړي ترڅو دا همکاري له لاسه ورکړي او د پاکستان د عملیاتي ښه مدیریت څخه ځان بې برخې کړي. له بلې خوا پآکستانیانو هم له دې فضا څخه دفاع کړې ده او د هیواد پر ختیځو سیمو د توغندیو په توغولو سره یې د فشار په توګه کار اخستی دی اوډيری مهال په د افغانستان پر ختیځو سیمو توغندي توغوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *