په دغه موده کې څلور نیم ټنه هیرویين، نژدې ۲۰ کیلوګرامه مورفین، له ۲۰ ټنو ډېر تریاک، ۱۵۰ ټنه چرس، له ۱۳۰۰۰ لیتره ډېر الکولي مشروبات او ۱۳۶ میله وسله نیول شوې ده

په افغانستان کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي په تېرو نهو میاشتو کې یې څه کم ۶۰۰ تورن کسان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د مخدره تو121219122721_tajik_uzbek_drugs_afghan_heroin_rustam_640x360_bbcuzbek.com_nocreditکو د قاچاق په تور د نیول شویو کسانو دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه ډېر دی.

دغه مرکز چې د مخدره توکو اړوند قضيې څاري، زیاتوي چې په نیول شویو تورنو کسانو کې ۳۷ تنه دولتي مامورین، ۱۴ مېرمنې او دوه بهرنیان شامل دي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، د دغو تورنو کسانو ډېره برخه په ننګرهار، کندهار، کابل، هلمند، بدخشان او نیمروز ولايتونو کې نیول شوې دي.

بهرنیان

په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي یاد تورن کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور د کشفي ارګانونو او پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد موحد په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې له نیول شویو کسانو ۱۳۰ میله وسله او سلګونه موټر هم نیول شوې دي:

”په دغه موده کې څلور نیم ټنه هیرویين، نژدې ۲۰ کیلوګرامه مورفین، له ۲۰ ټنو ډېر تریاک، ۱۵۰ ټنه چرس، له ۱۳۰۰۰ لیتره ډېر الکولي مشروبات او ۱۳۶ میله وسله نیول شوې ده”.

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې د نړۍ په کچه ډېر مخده توکي تولیدوي.

ښاغلي موحد وايي د هغو کسانو په شمېر کې چې په تېرو نهو میاشتو کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي، د تېر کال د همدې مودې په پرتله پکې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

د نشه يي توکو ډېری قاچاق کوونکو ډېری تورن کسان په ننګرهار، کندهار، کابل، هلمند، بدخشان او نیمروز ولايتونو کې نیول شوې

داسې نیوکې هم شته چې دولت د هغو چارواکو په نیولو کې پاتې راغلی چې ګمان کیږي د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري. خو د دغه مرکز چارواکي وايي داسې شواهد نه لري چې د قاچاقو په لیږد کې د چارواکو لاس لرل ثابت کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *